د پرولاکتین (Prolactin هورمون معاینه)

اوس تاسو کولای شئ، چې په دیوان بیګي کلینیک کې د پرولاکتین ((Prolactin هورمون معاینه ترسره کړئ . دغه معاینه په ښځینه او نارینه کې تر سره کېدای شي، خو په ښځینه کې ډېره مهمه معاینه ده. پرولاکتین یو هورمون دی، چې د نخامیه غدې قدامې برخې څخه افرازېږي. د شېدو په تولیدولو کې مرکزي رول لري، همدارنګه د ۳۰۰ څخه زیاتې دندې په وجود کې دغه هورمون ته نسبت ورکړل شوې دي.

په ښځینه وو کې د پرولاکتین هورمون دندې

په ښځینه وو کې د پرولاکتین هورمون مهم رول د ماشوم له پیدا کېدلو څخه وروسته د شېدو تولید فعالول دي، د دغه هورمون ترشح د ماشوم د تولد څخه وروسته د مور په بدن کې زیاتوالی کوي. د پرولاکتین هورمون د شېدو ورکولو پر وخت د تخمې د آزادېدلو څخه مخنیوی کوي.

همدارنګه د پرولاکتین هورمون د جنسي هورمونونو (استروجن او تستسترون) په سویې باندې په ښځینه او نارینه وو کې تاثیر لري.

ځینې درمل چې په وینه کې د پرولاکتین هورمون د لوړېدو لامل کیږي

  • د لوړ فشار درملو (ویراپامیل، میتایل دوپا)
  • افسردګي ضد درمل (کلومیپرامین)
  • د معدې معایي سیستم درمل (میتوکلوپروماید)
  • د درد ضد ځینې درمل (کوډین، مورفین)

د پرولاکتین هورمون زیاتوالی په لاندې حالاتو کې لېدل کيږي:

  • هایپو تایرایدېزم
  • امېندواري
  • د جنسي میل کموالی
  • په بدن باندې د اضافي ویښتانو راپورته کېدل
  • دردناکه جنسي اړیکه

(په ښځینه وو کې)

  • د میاشتنۍ ناروغۍ ځنډېدل
  • د ینې عدم کفایه
  • هرپس زوستر

(ویروسي ناروغي ده)

  • پرولاکتین نوما

(د پرولاکتین تولیدونکو حجراتو تومور)

په نارینه وو کې د پرولاکتین هورمون لوړوالی د لاندې تشوشاتو لامل کیږي

  • د نارینه د ثدیو غټوالی
  • د سپرمو د شمېر کموالی
  • د بدن د عضلاتي کتلې کمېدل

د پرولاکتین هورمون کموالی ډېر نادر پېښیږي، خو د ماشوم له زېږون څخه وروسته یې کموالی د شېدو د کموالي لامل کیږي.

Scroll to Top