د واکسینونو په اړه لارښوونې
ګرانو هېوادوالو د ماشومانو، ښځینه وو او ځوانو نجونو د واکسینونو په اړه لاندې لنډې سپارښتنې ولولئ، عملي یې کړئ او تر نورو یې ورسوئ!
د ماشومانو واکسینونه
د افغانستان د واکسیناسیون په پروګرام کې نهه واکسینونه شامل دي، چې د ماشوم د پیدا کېدلو وروسته سم د لاسه باید پیل او د یو کلنۍ عمر ته د رسېدلو څخه مخکې بشپړ شي. دا واکسینونه ماشومان د بېلا بېلو ناروغیو څخه خوندي کوي. د ماشومانو راتلونکي لپاره باید د واکسینونو ټولې دورې یو کلنۍ ته د رسېدو د مخه بشپړې شي.
۱. خپل ماشومان د ګوزڼ، نري رنځ (توبرکلوز) او تور زېړي ناروغیو څخه د مخنیوي په موخه، وروسته د زېږېدنې په لومړیو ورځو کې واکسین کړئ.
۲.خپل ماشومان د واکسین د لومړۍ دورې لپاره، چې د ۶ اونيو عمر ته ورسېدل، روغتيايي مرکز (کلینیک) ته راولئ.
۳. د واکسين د تطبيق په ځای کې کېدای شي، چې درد، سوروالی او پړسوب منځ ته راشي. دا بدلونونه طبيعي دي او خطر نلري، خو که چېرې ډېر زيات شي او يا له ۳ ورځو څخه ډېر دوام وکړي، نو سم د لاسه خپل ماشوم روغتيايي مرکز (کلینیک) ته ورسوئ.
۴. د دوهمې دورې واکسين لپاره خپل ماشومان کله چې د ۱۰ اونيو عمر ته ورسېدل، روغتيايي مرکز (کلینیک) ته راولئ.
۵. واکسين کول کېدای شي، چې د مړې تبې سبب وګرځي. دا ډول بدلونونه طبيعي دي او که چېرې تبه ډېره زياته شوه او يا يې له ۳ ورځو څخه زيات دوام وکړ، نو سم د لاسه ماشوم روغتيايي مرکز ته ورسوئ.
۶. د ۳مې دورې واکسین لپاره په ۱۴مه اونۍ کې خپل ماشوم د واکسین د تطبیق لپاره روغتیایي مرکز ته راولئ، ټول واکسينونه هېڅ ډول خطر نلري.که څه هم ماشوم لږه تبه، رېزش، ټوخی يا اسهال (نس ناستی) ولري، خو بيا هم بايد واکسين ورته تطبيق شي.
۷. که چېرې نه شۍ کولای د واکسينونو د تطبيق ټاکلې نېټه په ياد راولئ، نو داسې کس ته چې د واکسین کارت لوستلای شي، مراجعه وکړئ، ترڅو تاسو ته د واکسین کولو مخکې له مخکې ټاکل شوې نېټه وښیي.
۸.د ۹ میاشتنۍ څخه وروسته ماشومان د ۵مې دورې لپاره د شري د واکسين په خاطر روغتيايي مرکز ته راولئ. مخکې له دې چې ماشومان مو يو کلنۍ ته ورسېږي، نو هغوی بايد لږ تر لږه ۵ ځلې د واکسين لپاره يو روغتيايي مرکز ته یوړل شي، ترڅو د واکسين ټولې دورې يې ورته پوره تطبیق شي.
۹. په ۱۸ میاشتني عمر کې ماشوم د شري د دوهم ځل واکسین د تطبیق لپاره روغتیایي مرکز ته راولئ.
۱۰. د واکسينونو په هره ملي دوره (کمپاین) کې چې کور په کور عملي کېږي، له يوه ورځني څخه تر ٥ کلنۍ پورې ټول ماشومان سره له دې چې مخکې واکسين شوي وي، بيا واکسين کړئ.
ځوانو نجونو او ښځو ته د تېتانوس واکسین د تطبیق ارزښت
تېتانوس یوه وژونکې ناروغي ده، چې د کلستریدیوم تېتاني (Clostridium Tetani) په نوم د یوه مېکروب په واسطه منځ ته راځي، چې په چاپېریال کې ژوند کوي او په فعاله توګه بيا توليد کوي. دغه مېکروب په خاوره او فاضله موادو کې پیدا کېږي. په یو کس کې چې واکسین شوی نه وي، د پوستکي او مخاطي غشا د هر ټپ (ټکر، جراحي ټپ، چیچل شوی ټپ، د زېږون پر مهال، ختنې ټپ) د منتن (مېکروبي) کېدو خطر لري.
نښې نښانې
د تېتانوس لومړنۍ نښه د ژامې د عضلو شخېدل دي، چې په ژولو کې له ستونزو سره پیلیږي او د ژامې له تړلو سره تعقیبیږي (ناروغ خپله خوله نشې خلاصولای). ناروغ درد لرونکې بڼه د ملا شخ والی او منحني کېدو څخه شکایت کوي.
د تېتانوس سرایت
دغه ناروغي ټپ سره د منتنو وسایلو، خاورې، سکرو او د څارویو د فاضله موادو د تماس له لارې انتقالیږي.
د تېتانوس مخنيوی
تېتانوس ناروغي د واکسین په مرسته په بشپړه توګه د مخنیوي وړ ده، چې په دیوان بیګي کلینیک کې په وړيا ډول ماشومانو، ځوانو انجونو او ښځو ته تطبیق کېږي. همدارنګه د تېتانوس د مخنیوي لپاره لاندې لارښوونې په پام کې ولرئ:
- د ټپونو سمه پاملرنه
- ولادت باید له روغتون څخه بهر نه وي
- د سنتیو او پانسمان په وخت کې د تعقیم شویو وسایلو څخه ګټه اخیستل
- په ټپونو باندې د خاورې او سکرو د اچولو څخه ډډه کول
د تېتانوس واکسين څه شى دى؟
دغه واکسين د غير فعال واکسين په نامه ياديږي، چې د ناروغۍ د رامنځ ته کېدو وړتیا نه لري، ځکه نو د معافيت د توليد لپاره د واکسين څو دوزونو ته اړتيا ده.
د تېتانوس واکسین څه وخت او چا ته تطبیق شي؟
د ١٥-٤٥ کلنۍ پورې ټولې ښځې، د تېتانوس د ناروغۍ په وړاندې بشپړ او دایمي معافیت تر لاسه کولو لپاره باید پنځه دورې د تېتانوس ضد واکسین وکړي. ټولې امېندواره ښځې د دې لپاره چې ځان د تېتانوس له ناروغۍ څخه وژغوري، بايد له زېږون (ولادت) څخه مخکې لږ تر لږه ۲ ځلې د دغې ناروغۍ (تېتانوس) واکسين وکړي.
هيله ده ټولې هغه اړینې لارښوونې چې تاسو د واکسين په اړه اورېدلي او يا مو زده کړى وي، خپل ګاونډيان هم پرې خبر کړئ (ټول معلومات له خپلو ګاونډيانو سره شريک کړئ).
تاسو کولای شئ دېوان بیګي کلینیک ته د یادو واکسینونو د تطبیق په موخه، چې په وړیا توګه د یونیسف (UNICEF) او عامې روغتیا وزارت په مرسته او څارنې لاندې د نړیوالو روغتیایي لارښوونو مطابق تطبیق کېږي، مراجعه وکړئ. همدارنګه دلته د تور زېړي (Hepatitis-B) او د لېوني سپي ضد (Anti-Rabies) واکسینونه هم تطبیق کېږي.
واکسینونه ژوند ژغوري!