د واکسیناتورې زیبا وردګ لنډه پېژندنه

واکسیناتوره زېبا وردګ د تازه ګل لور د وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د سلطان خېلو د کلي اصلي اوسېدونکې ده.

په ۱۳۹۹ لمریز کال د ناهید شهید عالي لېسې نه فارغه شوې او له ۱۳۹۵ نه تر ۱۳۹۷ لمریز کاله پورې یې په ملک محمد جان خان روغتون کې د واکسیناتورې په توګه کار کړی او له ۱۴۰۰ لمریز کال نه تر اوس (۱۴۰۱ لمریز کاله پورې) په دیوان‌بیګي کلینیک کې د برحالې واکسیناتورې په حیث کار کوي.

نوموړې واکسیناتوره لاندې روغتیایې خدمتونه تر سره کوي:

– د نهه (۹) ډوله وژونکو ناروغیو پر وړاندې د واکسینونو تطبیقول.

– د واکسینونو مراجعینو ته د پینځو اساسي پیغامونو بیانول، لکه د واکسینونو ارزښت، د بیاراتګ نېټه، نارمل يا عادي غبرګونونه، په بله دوره کې د اړوند واکسینونو پېژندنه او د واکسینو د کارت ساتنه.

– قد اندازه کول، و وزن کول او د فشار کتل.

– په میډیکل ریکارډ کې د واکسینو د مراجعینو بشپړه روغتیایي تاریخچه رسول.

– د واکسین د تطبیق لپاره ټول اړین مواد چمتو کول.

کاري وخت: له شنبې نه تر پنجشنبې، د سهار له ۸ بجو نه د مازدیګر تر ۴ بجو پورې.

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top