واکسیناتوره رقیبه عمري د محمد عمر لور د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ د پشته بادام کلي اصلي اوسېدونکې، په ۱۳۹۴ لمریز کال د عبدالله بن عمر نسوان لېسې نه فارغه شوې او په ۱۳۹۸ لمریز کال له رازي پوهنتونه د لېسانس په سویه فارغه شوې ده.
- په ۱۳۹۷ لمریز کال یې په دارالسلام روغتون کې د ستاژرې په حیث دنده تر سره کړې او له ۱۴۰۰ نه تر ۱۴۰۱ لمریز کاله پورې یې په مداوا روغتون کې د ستاژرې په حیث کار کړی دی.
- دوه کاله یې په دیوانبیګي کلینیک کې د ستاژرې په حیث کار کړی، یو کال یې د واکسینونو په برخه کې د ستاژرې په حیث کار کړی او تر اوسه پورې په دیوانبیګي کلینیک کې د فعالې واکسیناتورې په حیث کار کوي.
نوموړې واکسیناتوره لاندې روغتیایي خدمتونه تر سره کوي:
– د ۹ ډوله وژونکو ناروغیو پر وړاندې د واکسینونو تطبیقول.
– د واکسینونو مراجعینو ته د پینځو اساسي پیغامونو بیانول، لکه د واکسینونو ارزښت، د بیا راتګ نېټه، نارمل يا عادي غبرګونونه، په بله دوره کې د اړوند واکسینونو پېژندنه او د واکسینو د کارت ساتنه.
– قد اندازه کول، وزن کول او د فشار کتل.
– په میډیکل ریکارډ کې د واکسینونو د مراجعینو بشپړه روغتیایي تاریخچه رسول.
– د واکسین د تطبیق لپاره ټول اړین مواد چمتو کول.
کاري وخت: له شنبې نه تر پنجشنبې، د سهار له ۸ بجو نه د مازدیګر تر ۴ بجو پورې.