د ماشومانو، نوزېږو او خوارځواکۍ متخصص؛ ډاکتر محمد داوود جلالي لنډه پېژندنه

 ډاکتر محمد داوود جلالي د محمدالدین زوی د میدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د قلعه سعدالدین کلي اوسېدونکی، له شهید کمال الثنا نوري لېسې نه فارغ شوی او په ۱۳۸۳ لمریز کال یې د کابل طبي پوهنتون له معالجوي طب پوهنځي نه د ام ډي سند ترلاسه کړی.

  • له فراغت وروسته، له ۲۰۰۶ نه تر ۲۰۰۸ زېږدیز کاله پورې د میدان وردګو ولایت کې له سویډن کمېټې سره د ډاکتر په حیث کار کړی دی.
  • له ۲۰۰۹ نه تر ۲۰۱۰ کاله پورې یې د سره صلیب نړیوالې کمېټې سره د بېړنیو پېښو د درملنې په برخه کې د ډاکتر په حیث کار کړی دی.
  • له ۲۰۱۰ نه تر ۲۰۱۱ زېږدیز کاله پورې یې د چهار قلعه چهاردهي د قلعه وزیر په روغتیایي مرکز کې د ډاکتر په حیث کار کړی دی.
  • له ۲۰۱۱ نه تر ۲۰۱۴ زېږدیز کاله پورې یې له میوند ملي، تدریسي او تخصصي روغتون نه د ماشومانو، نوزېږو او خوارځواکۍ په برخه کې د تخصص سند ترلاسه کړی.
  • له هغه وروسته یې د کابل ولایت په مختلفو شخصي روغتونونو کې په بېلابېلو شېفټونو کې د ماشومانو، نوزېږو او خوارځواکۍ د متخصص په حیث کار کړی دی.
  • د ۲۰۲۱ زېږدیز کال له یوولسمې میاشتې نه راپدېخوا په دیوان‌بیګي کلنییک کې د ماشومانو، نوزېږو او خوارځواکۍ د متخصص په حیث د سهار له اتو بجو نه د مازدیګر تر پینځو بجو پورې ګرانو هېوادوالو ته روغتیایي خدمات وړاندې کوي.

نوموړی متخصص د نوزېږو ماشومانو د ساتنې او پالنې په برخه کې تاسو ته لازمې مشورې درکوي، د بېلګې په توګه:

  • ماشوم باید هر دوه ـ درې ساعت وروسته د مور په شیدو تغذیه شي.
  • د مور شیدې تر شپږو میاشتو پورې د ماشوم لپاره مکمل خواړه دي.

همدارنګه د ماشومانو د انتاني او غیر انتاني ناروغیو او خوارځواکۍ په برخه کې لازم روغتیایي خدمات او روغتیایي مشورې وړاندې کوي. 

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top