ډاکتر عزت الله حامد چې په الحیات روغتون کې د ماشومانو په څانګه کې د متخصص په حیث دنده لري او هم د الحیات روغتون مډیکل ډایریکتر دی، د دیوان بیګی کلینیک صحي پرسنول ته چې ۰۸/۰۱/۲۰۲۰ د چهارشنبې په ورځ د ماسپښین له یوې بجې تر دوه نیمو بجو پورې د نوي زېږدلي ماشوم په باره کې ډېر ګټور معلومات وړاندې، او ټول صحي پرسونل ته د توجه وړ، زړه راښکونکي او هغه څه چې د يوې مور لپاره د هغې د نوي زېږدلي ماشوم د ښې ستانې او راتلونکي سالم او روغ ماشوم لپاره ضروري وي، پرسونل ته لارې چارې وروښودلې او هم یې په سلایدونو کې په عملي توګه وروښودل.