د نازنین وردګ پېژندنه؛ قابله

قابله نازنین وردګ د عبدالبصیر لور د وردگ ولایت، د بند چک ولسوالۍ، د اله سنګ کلي اوسېدونکې، په ۱۳۹۵ لمریز کال له ناهید شهید لېسې څخه فارغه شوې او په  ۱۳۹۹لمریز کال له رازي ‎پوهنتون د لېسانس په سویه فارغه شوې او په ۱۳۹۵-۱۳۹۷ لمریزو کلونو کې یې په الجزیره خصوصي ښوونځي کې د ښوونکې په حیث کار کړی او له ۱۳۹۸ کال نه تر اوسه (۱۴۰۱ کاله پورې) په دیوان‌بیګي کلینیک کې د ستاژرې په حیث کار کوي.

نوموړې قابله لاندې روغتیایي خدمتونه ترسره کوي:

  • لهنسایي ولادي متخصصې سره د ناروغ د حیاتي علایمو چک، قد کتل او وزن کول
  • ناروغ ته لازمې مشورې ورکول، لکه: د کورنۍ لارښود، له زېږونه مخکې او وروسته د حفظ الصحې په هکله مشوره ورکول
  • د مور او ماشوم د روغتیا کتاب ناروغ ته تشرېح کول
  • د هر نسایي پروسیجر لپاره د ناروغان چمتو کول
  • د  ناروغانو بشپړ روغتیایي تاریخچه په میدیکل ریکارد کی رسول
  • په ولادت خونه کې د زېږون پر مهال له نسایي ولادي متخصصې سره مرسته کول

کاري وخت: له شنبې نه تر پنجشنبې، د سهار له ۸ بجو نه د مازدیګر تر ۴ بجو پورې.

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top