د ناروغانو د جذب او بیا راغوښتلو په هکله آنلاین سیمینار

د غونډې ګڼه: ۱

موضوع: د دیوانبیګي کلنیک د ناروغانو بیا راغوښتل او جذب

ځای: دیوان بیګي کلینیک   

د آلمان وخت: له 11:00 AM بجو څخه تر 12:20 PM پورې

وړاندې کوونکی: ډاکترخپلواک ننګرهاری

نېټه: د ۲۰۲۳ زېږدیز کال د جنوري ۹مه،

لنډیز

د دیوان بیګي کلینیک د مختلفو د څانګو د ډاکترانو او ډاکتر خپلواک ننګرهاري تر منځ د ناروغانو د جذب په اړوند لومړی روزنیز آنلاین مجلس د ۲۰۲۳ زېږدیز کال د جنوري په ۹مه نېټه جوړ شو. په دې مجلس کې له آلمان څخه ډاکتر یحیی وردګ، له ترکیې څخه ډاکتر خپلواک ننګرهاري، په کابل کې د دیوان بیګي کلینیک یو شمېر ډاکترانو لکه ډاکتر فرشته ظاهري، ډاکتر داود جلالي، ډاکتر خواجه محفوظ صدیقي او ډاکتر ننګیالي شهزاده ګډون کړی وو. په دې مجلس کې یو شمېر مهم موضوعات مطرح شول.

نظریات

  • هغه ماشومان چې د واکسین څانګې ته د واکسین کولو په موخه راوستل کېږي باید د ماشومانو د متخصص له خوا وکتل شي؛
  • د مزمنو ناروغانو follow-up ضروري دی؛
  • مزمن ناروغان باید ځانګړی فایل و لري؛
  • په افغانستان کې روغتونونو ته د ناروغانو بیا راغوښتل ډېر عملي نه دي، ځکه چې د خلکو اقتصادي وضعیت خراب دی؛
  • په بهرنیو هېوادونو کې دود داسې دی چې که ماشوم ناورغ وي او که نه؟ ډاکتر ته د درملنې په موخه وړل کېږي؛
  • ډاکتران باید والدین د هغوی د ناروغ د بیا راغوښتلو په اهمیت پوه کړي؛
  • هغه ناروغان چې د دیوان بیګي په کلینیک کې یې په شته امکاناتو باندې، درملنه ډېره ممکنه نه وي باید نورو روغتونونو ته ریفر شي؛
  • په افغانستان کې ډېری ناروغان د معایناتو له سر ته رسولو څخه وېرېږي.

تصمیم

موږ باید ناممکن، ممکن کړو؛ هغه څه چې په نورو روغتیايي مرکزونه کې نه ترسره کېږي او یا یې نه شي ترسره کولای اړینه ده دلته ترسره شي. موږ باید د ناروغانو د بیا راغوښتلو لپاره یو ځانګړی سیستم جوړ کړو. له شته امکاناتو یا کمو امکاناتو څخه باید ډېره ګټه پورته کړو. دا کار باید د عمومي داخلې له څانګې څخه پیل شي، په همدې موخه دې ځانګړی اکسېل شیټ ترتیب شي. باید د زړه، فشار او شکر د ناروغانو دوسیې را وویستل شي او په اکسېل شیټ کې ثبت او په بله اونۍ کې د بحث لپاره آماده شي.

راتلونکې غونډه

دویمه غونډه به د ۲۰۲۳ زېږدیز کال د جنوري د میاشتې په ۱۷مه نېټه د آلمان پر وخت له غرمې مخکې ۱۰ بجې او د کابل پر وخت له غرمې وروسته ۱:۳۰ بجه کېږي.

 ډاکتر خپلواک

ډاکتر خپلواک ننګرهاری چې د افغانستان د مشهور لیکوال او فرهنګي شخصیت ارواښاد ګلاب ننګرهاري زوی دی، د ننګرهار ولایت، ګوشتې ولسوالۍ اوسیدونکی دی. لومړنۍ زده کړې یې د خوشحال خان په ښوونځي، متوسطه او ثانوي زده کړې یې د حبیبیې په عالي لېسه کې ترسره کړي دي. د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي څخه وروسته یې خپلې طبي زده کړې د پنجاب پوهنتون او سویډن کې بشپړې کړې دي. د ماشومانو د داخله، عمومي داخله او اورتوپیدي په ځانګو کې یې تخصص کړی دی. د افغانستان په یو روغتون کې څه د پاسه ۷ کاله د سرطبیب په توګه پاتې شوی او په سوېډن کې یې د یو متخصص ډاکتر په توګه طبي خدمتونه سر ته رسولي دي. نوموړی د دېوان بیګي له کلینیک سره مشورتي همکار پاتې شوی او وروسته تقاعد شوی او  اوس مهال په ترکیه کې ژوند کوي.

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top