د ناروغانو د جذب او بیا راغوښتلو په هکله آنلاین سیمینار

د غونډې ګڼه:۵

موضوع: د (Follow-up Appointment Book) کې په راجستر شویو ناروغانو بحث

د سیمینار ځای: دیوان بیګي کلینیک

د آلمان وخت: 10:00 am

 وړاندې کوونکی: ډاکتر خپلواکننګرهاری

نېټه: د ۲۰۲۳ ز کال د فبروري ۷مه

لنډیز

په دې مجلس کې بهر څخه ډاکتر خپلواک ننګرهاري، ډاکتر یحیی وردک، په کابل کې د  (دیوان بیګي کلینیک) ډاکتران هر یو ډاکتر نصیب احمد مسعود، ډاکتر محمد داود جلالي، ډاکتر آدم خان فضلي، ډاکتر ننګیالي شهزاده، د دیوانبیګي کلنیک د معلومات څانګې مسئوله سمیرا امرخیل او قابلې نازنین ګډون کړی وو. په دې مجلس کې له ټاکلې اجنډا سره سم په مختلفو موضوعاتو  تر بحث او نظریاتو ورکولو وروسته مشخص تصمیم و نیول شو.

نظریات

د دیوان بیګي کلینیک د ماشومانو داخلې، عمومي داخلې، عقلي او عصبي، غاښونو، معلوماتو او نسایي ولادي څانګو د  Patient Follow-up په هغو لېستونو بحث وشو چې مزمن ناروغان پکې راجستر شوي وو. په مطرح شوې موضوع تر لازم بحث وروسته مشخص تصمیم ونیول شو.

تصمیم

۱.په جدول کې د راجستر شويو ناروغانو د وټسپ او موبایل شمېرې واخلئ،  یوه یا دوې ورځې مخکې ورته باید د  Appointment  په هکله پیام ولیکئ او ورته و یې ولېږئ؛

۲.په جدول کې راجستر شوي ناروغان د معلوماتو څانګې په عمومي Patient Follow-up کتاب کې  درج کړئ؛

۳.په جدول کې راجستر شوي ناروغ ته په کارت  کې  Appointment Next  نېټه ولیکلئ او ناروغ ته یې ورکړئ؛

۴.هر ډاکتر باید د خپلو ناروغانو له جملې څخه د دوو تنو PDF Files  حسیب ته ورکړي، څو هغه یې سکن کړي او ډاکتر خپلواک ته یې واستوي، چې په راتلونکې غونډه کې ورباندې بحث وشي؛

۵.په راتلونکې آنلاین غونډه کې به ډاکتر خپلواک ننګرهاري د شکر په ناروغۍ بحث وکړي او د دیوان بیګي کلینیک ډاکتران به په خپل نوبت پوښتنې ځینې مطرح کړي.

۶.په دې روزنیز آنلاین مجلس کې به د دیوانبیګي کلنیک لابراتوار مسئول هم ګډون کوي.

د دیوانبیګي کلنیک د آنلاین غونډو  جدول

د مجلس شمېرهموضوعنېټهترېنر
۶شکر2023-02-14ډاکتر خپلواک ننګرهاری
۷لوړ فشار2023-02-21ډاکتر خپلواک ننګرهاری
۸کلسترول2023-02-28ډاکتر خپلواک ننګرهاری
۹د معدې زخم2023-03-7ډاکتر خپلواک ننګرهاری
۱۰د سږو (شش) ناروغي2023-03-14ډاکتر خپلواک ننګرهاری
۱۱د تایراید غده2023-03-21ډاکتر خپلواک ننګرهاری

راتلونکې غونډه د دې روزنیز سیمینار شپږم مجلس به د ۲۰۲۳ زېږدیز کال د فبروري د میاشتې په ۱۴مه نېټه د آلمان پر وخت له غرمې مخکې ۱۰ بجې،  د کابل پر وخت له غرمې وروسته ۱:۳۰ بجه او د ترکیې پر وخت د غرمې ۱۲بجې کېږي.

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top