د ناروغانو د جذب او بیا راغوښتلو په هکله آنلاین سیمینار
د غونډې ګڼه:۴
موضوع: د دیوانبیګی کلنیک د ناروغانو بیا را غوښتل او جذب
د سیمینار ځای: دیوان بیګي کلینیک
د آلمان وخت: 10:00 AM
نېټه: د ۲۰۲۳ ز کال د جنوري ۳۱مه
لنډیز
د ناروغانو د بیا راغوښتلو او جذب په اړوند د دیوانبیګي کلنیک څلورم روزنیز آنلاین مجلس د ۲۰۲۳ ز کال د جنوري په ۳۱مه نېټه ترسره شو. په دې مجلس کې له ترکیې څخه ډاکتر خپلواک ننګرهاري په کابل کې د دیوان بیګي کلینیک یو شمېر ډاکترانو لکه ډاکتره فرشته ظاهري، ډاکتر داود جلالي، ډاکتر نصیب احمد مسعود، ډاکتر ننګیالي شهزاده او د معلوماتو څانګې مسئولې سمیرا امرخیل ګډون کړی وو. په دغه روزنیز ورکشاپ کې یو شمېر مهم موضوعات مطرح شول.
نظریات
- د یوې اونۍ د Patient Follow-up په راجستر شویو ناروغانو بحث؛
- د دیوانبیګي کلنیک د ماشومانو، داخلې، عقلي او عصبي، غاښونو او نسایي ولادي د څانګو په هغو دوسیو بحث کول چې ډاکتر خپلواک ننګرهاري او ډاکتر یحیی وردګ ته ایمیل شوې دي.
- د ایمیل شوو دوسیو په اړوند د لازمو سپارښتنو تر لاسه کول.
تصمیم
د معلوماتو څانګې مسوولې آغلې سمیرا ته سپارښتنه وشوه چې د کلنیک له ډاکترانو سره تر ضروري مشورو او لازمې همغږۍ وروسته دې د مزمنو او کرونیک ناروغانو سره د تیلفون د لارې تماسونه ونیسي او دوی دې له ډاکتراتو سره راتلونکي ملاقات ته را وغواړي.
راتلونکې غونډه
د دې روزنیز سیمینار پنځم مجلس به د ۲۰۲۳ زېږدیز کال د فبروري د میاشتې په ۷مه نېټه د آلمان پر وخت له غرمې مخکې ۱۰ بجې او د کابل پر وخت له غرمې وروسته ۱:۳۰ جوړېږي.