د ناروغانو د جذب او بیا راغوښتلو په هکله آنلاین سیمینار

د غونډې ګڼه:۳

موضوع: د دیوانبیګي کلنیک د ناروغانو بیا را غوښتل او جذب

ځای: دیوان بیګي کلینیک        

د آلمان وخت: له 10:00 AM بجو څخه تر 12:00 PM پورې

وړاندې کوونکی: ډاکتریحیی وردک

نېټه: د ۲۰۲۳ زېږدیز کال د جنوري ۲۴مه

لنډیز

د ناروغانو د جذب په اړوند دریم روزنیز آنلاین مجلس د ۲۰۲۳ زېږدیز کال د جنوري په ۲۴مه نېټه جوړ شو. په دغه مجلس کې له آلمان څخه ډاکتر یحیی وردګ، په کابل کې د دیوان بیګي کلینیک یو شمېر ډاکترانو لکه  ډاکتر فرشته ظاهري، ډاکتر داود جلالي، ډاکتر خواجه محفوظ صدیقي، ډاکتر نصیب احمد مسعود، ننګیالي شهزاده او د معلوماتو څانګې مسئولې سمیرا امرخېل ګډون کړی وو او د موضوع اړوند یو شمېر ټکي پکې مطرح شول.

نظریات

  • د دیوانبیګي کلنیک د یوې اونۍ د راجستر شوو ناروغانو په هکله بحث؛
  • د کرونیک ناروغانو د جدول په هکله بحث؛
  • د Patient Follow-up  جدول په هکله بحث او داسې نور.

تصمیم

د دیوانبیګي کلنیک اداره به د کرونیک او مزمنو ناروغانو راجستر ته لومړیتوب ورکوي او په راتلونکې اونۍ کې به د خپل کار نتیجه د مجلس له ګډونوالو سره شریکوي. همدارنګه په مشخصو دوسیو باندې بحث ته ځانګړی چمتوالی نیسي.

راتلونکې غونډه

د دیوانبیګي کلنیک د ډاکترانو څلورم آنلاین غونډه به د ۲۰۲۳ زېږدیز کال د جنوري د میاشتې په ۳۱مه نېټه د آلمان په وخت له غرمي مخکې ۱۰ بجې او د کابل پر وخت له غرمې وروسته ۱:۳۰ بجه جوړېږي.

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top