د غونډې ګڼه:۲
موضوع: د دیوانبیګي کلنیک د ناروغانو بیا را غوښتل او جذب
ځای: دیوان بیګي کلینیک
د آلمان وخت: له 10:00 AM بجو څخه تر 12:30 PM پورې
وړاندې کوونکی: ډاکترخپلواک ننګرهاری
نېټه: د ۲۰۲۳ زېږدیز کال د جنوري ۱۷مه،
لنډیز
د دیوان بیګي کلینیک د مختلفو څانګو د ډاکترانو او ډاکتر خپلواک ننګرهاري تر منځ د ناروغانو د جذب په اړوند دویم روزنیز آنلاین مجلس د ۲۰۲۳ زېږدیز کال د جنوري د میاشتې په ۱۷مه نېټه جوړ شو. په دې مجلس کې له آلمان څخه ډاکتر یحیی وردګ، له ترکیې څخه ډاکتر خپلواک ننګرهاري، په کابل کې د دیوان بیګي کلینیک یو شمېر ډاکترانو لکه ډاکتر فرشته ظاهري، ډاکتر داود جلالي، ډاکتر خواجه محفوظ صدیقي، ډاکتر نصیب احمد مسعود او ډاکتر ننګیالي شهزاده ګډون کړی وو. په دې مجلس کې یو شمېر موضوعات مطرح او مشخص تصمیم و نیول شو.
نظریات
- د کرونیک ناروغانو جدول او راجستر ترتیب کول؛
- د کرونیک ناروغانو په جدول کې د مسلسل نمبر درج کول؛
- د جلسې د منجمنت او په ټاکلي کېس باندې د بحث د برخو ترتیب کول؛
- د ټولو ناروغانو تاریخچه اخیستل؛
- د مزمنو ناروغانو په کېسونو بحث ته چمتوالی او د هغوی د راجستر کولو پروسه؛
- راتلونکې غونډې ته د مزمنو ناروغانو د کېسونو راوړل او په ځانګړو کېسونو بحث کول؛
- په کېسونو بحث کول د ډاکترانو علمي کچه لوړوي؛
- د ناروغانو تشخیص، په سم شکل د تابلېتونو خوړل، د ناروغانو نښې او داسې نور.
تصمیم
موږ باید د خپلو ناروغانو د راجستر لپاره یوه صحیح تګلاره او سیستم ولرو. ډاکتران باید د مزمنو ناروغانو د راجستر پر وخت د ناروغ د دوسيې څخه د آخري Visit لیکل شوې نېټه او د بیا راغوښتلو نېټه په دقیق ډول ولیکي. ټول ډاکتران مکلف دي، څو خپل پخواني او اوسني مزمن ناروغان په جدول کې ولیکي او له لیکلو څخه وروسته یې ډاکتر یحیی وردګ او ډاکتر خپلواک ننګرهاري ته واستوي. هېڅ یو ډاکتر د ترېنېنګ د پیل څخه تر پایه د وتلو اجازه نه لري او که څوک د یوې مهمې اړتیا پر بنسټ له مجلس څخه وزي باید اجازه واخلي.
راتلونکې غونډه
دریم مجلس به د ۲۰۲۳ زېږدیز کال د جنوري د میاشتې په ۲۴مه نېټه د آلمان پر وخت له غرمي مخکې ۱۰ بجې پيل کېږي، چې د کابل پر وخت له غرمې وروسته ۱:۳۰ بجه کېږي.