د مېکروبونو دکرلو اومعلومولو څانګه

Microbial Culture & Identification Department

پر دې سربېره چې د دیوان بیګي کلینیک د لابراتوار څانګه په پرمختللو سامان آلاتو سمبال ده، له نېکه مرغه  په دې و توانېده چې د مېکروبونو کرلو  (Culture)  او درملو په وړاندې د هغوی د حساسیت د تعینولو د کلچر څانګه هم پرانیزي.

په دغه څانګه کې ډول ډول مېکروبونه او باکتریاوې د ځانګړو درملو په واسطه پېژندل کېږي.

  1. کلچر څه شی دی؟

په لابراتواري محیط کې د مېکروبونو او باکتریاوو کرل د کلچر په نوم یادېږي.

  • ولې باید د کلچر معاینه وکړو؟

 تاسو ته معلومه ده، چې په افغانستان کې د مېکروبونو ډول ډول ضد درمل کارول کېږي، خو د میکروب ضد درمل نه مشخص کیږي. د دغه مېکروبونو د پېژندلو لپاره د کلچر  کول اړین دي، په ځانګړي ډول هغه ناروغان چې شدیده تبه او لړزه ولري.

  • څوک باید دغه معاینه وکړي؟

– هغه ناروغ چې دوامدار سوزاک یا کوم بل بولي ستونزه ولري؛

– هغه ناروغ چې دوامدار اسهال او د خېټې درد ولري؛

– هغه ناروغ چې د پوستکي پر مخ یې دوامدارې دانې موجودې وي؛

– هغه نارینه چې د بې اولادۍ څخه ځورېږي؛

– هغه کسان چې دوامداره محرقه ولري؛

– هغه ناروغ چې توبرکلوز ولري.

کلچر څو ډولونه لري؟

  1. د ادرار (Urine) کلچر(که چېرې تاسو دوامدار سوزاک یا کوم بل بولي ستونزه ولرئ، د تاسو ادرار باید کلچر شي، څو مشخص درمل ورته وټاکل شي)؛
  2. د ډکو میتیازو (Stool) کلچر (که چېرې دوامدار اسهال او د خېټې درد ولرئ)؛
  3. د زخمونو او دانې کلچر (که چېرې د پوستکي پر مخ دوامدارې دانې موجودې وي)؛
  4. د ښځینه وو د بولي سیستم د شدیدو مېکروبونو کلچر؛
  5. د ویني کلچر (Blood Culture)؛
  6. د غوږونو د چرک کلچر؛
  7. د سترګو د افرازاتو کلچر؛
  8. د زخم یا هډوکو د افرازاتو کلچر.

لابراتوار ته د کلچر په موخه د نمونې (سمپل) ورکولو شرایط

۱. یو ناروغ لابراتوار ته په داسې حالاتو کې سمپل ورکولی شي، چې مخکې یې باید انتي بیوتیک نه وي اخیستي؛

۲. د سمپل ورکولو مناسب وخت هغه دی، چې ناروغ تبه، لړزه، خستګي، ځان دردي او سردردي ولري.

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top