موضوع: د مور او ماشوم روغتیا ته پاملرنه
د سیمینار ځای: دیوان بیګي کلینیک
د سیمینار وړاندې کوونکې نوم: فخریه فخرزاد
دنده: فارمسست
نېټه: ۲۰۲۲-۱۱-۲۹
ورځ: سه شنبه
د افغانستان د ټولنیز بازار موندنې اداره (ASMO) په افغانستان کې د ټولنیزې بازار موندنې او د چلند د بدلون ارتباطي موسسه ده؛ چې د روغتیا سکتور یې، په عمومي ډول د کورنۍ لارښود او د مور او ماشوم روغتیا باندې تمرکز کوي.
د ۲۰۲۲-۱۱-۲۹ نېټه باندې د نوموړې ادارې یوه کارکوونکې(فخریه فخرزاد) د دیوان بیګي کلینیک مراجعینو ته دا چې څنګه د خپلو ماشومانو او ځان روغتیا ته پام وساتي؟ میندو ته په دې اړوند بشپړ ډول معلومات ورکړل شول.
د پورته موضوعاتو سره لاندې اړین معلومات هم شریک شول:
- تقویه خون ګولۍ څه وخت، څنګه او په کومه اندازه استفاده شي؛
- د خوشي تابلیت او پیچکاري ګټې او زیانونه بیان شول؛
- د کاندوم استعمال، مؤثریت، ګټې او زیانونه؛
- د ماشوم پالنه له زېږون څخه تر ۵ کلنۍ پورې؛
- د کلورینو (آب پاک کن) د محلول په اړوند اړینې لارښوونې؛
- زینک تابلیت او شربت د نس ناستي پر مهال څنګه وکارول شي؛
- او آر اېس (O.R.S) په څو ګیلاسه اوبو کې، د څومره وخت لپاره، یوه شپه او ورځ کې څو ځلې ګټه ورڅخه واخیستل شي.
دغه سیمینار د افغانستان د ټولنیز بازار موندنې(ASMO) موسسې او دیوان بیګي کلینیک په همکارۍ د دیوان بیګي کلینیک ۱۵ ښځینه مراجعینو ته ورکړل شو.