درنو میندو او پلرونو!

خوښ یم چې د مور او ماشوم د روغتیا کتاب تاسې ته معرفي کوم. د مور او ماشوم د روغتیا کتاب کې د مور روغتیايي ریکارډونه (د زېږون پر وخت او زېږون وروسته) او ماشوم روغتیايي ریکارډونه (د زېږدو تر ۵ کلنۍ) او د مور او ماشوم د روغتیا د مراقبتونو په اړه ګڼ معلومات موجود دي.

د میندو او ماشومانو مړینه د کورنیو، ټولنو او د ټول هېواد په کچه یوه عمده ستونزه ده کوم چې د راتلونکي نسل آرامتیا آرامتیا اغیزمنوي او په مجموعي توګه د هېواد په عامه روغتیا اغېزه لري. هیله لرو د دې کتاب په معرفي کولو سره کورنۍ د معالجوي او وقایوي خدمتونو چې په ټول هېواد کې عرضه کېږي ګڼه واخلي.

هره امیدواره مور به مو د مور او ماشوم د روغتیا یو کتاب ترلاسه کوي. که مور دوه ګوني ماشومان ولري، نو دوه کتابونه به ورکول کېږي.

د مور او ماشوم د روغتیا کتاب په ټولو روغتیایي مرکزونو کې چې د مور او ماشوم روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي د لاسرسي وړ دي.

له تاسې څخه غوښتنه لرم چې:

  • د مور او ماشوم د روغتیا کتاب یوځای د خپلې کورنۍ سره ولولئ او په مفهوم یې ځانونه پوه کړئ. که پوښتنه درته پیدا شي له روغتیایي کارکوونکو څخه مرسته وغواړئ.
  • هر وخت چې روغتیايي مرکز ته د (زېږون مخکې، زېږون پر وخت او زېږون وروسته او کورني تنظیم مراقبتونه او ماشوم د واکسین، د ودې او نمو ارزونې او نورو روغتیایي خدمتونو د ترلاسه کولو لپاره مراجعه کوئ، نو دا کتاب ځان سره ولرئ).
  • دا کتاب مه څیرې کوئ، د ساتنې په برخه کې یې کوښښ وکړئ، ځکه نوموړی کتاب د مور او ماشوم په روغتیا کې حیاتي رول لر ي.

همدارنګه د روغتیایي کار کوونکو غوښتنه؛ کوم چې میندو ته د دې کتاب په اړه بشپړ معلومات ورکړي او ریکارډونه یې په صحیح توګه ډک کړي.

د مور او ماشوم د مړینې څخه د خالي افغانستان په هیله!

په درنښت

په درنښت ډاکتر فیروز الدین فیروز

د عامې روغتیا وزیر

د مور او ماشوم د روغتیا کتاب له ښکته لینک نه د پی ډی اف په بڼه ډانلوډ کولای شی!

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top