دغه څانګه د مجربو او متخصصو ډاکترانو لخوا پرمخ وړل کیږي. د نویو زيږېدلو ماشومانو څخه تر اتلس کلنۍ پورې د ماشومانو د ټولو داخله ناروغیو، د تغذیې، ودې او نمو، د نوي زیږېدلو ماشومانو روټین چک آپ، د وینې کموالی، د قد ټیټوالی، د شپې لخوا په بستر کې ادرار (بولې)، اختلاجي حملات، دماغي تأخیر او وروسته والی او د نورو بېلا بېلو انتاني ناروغیو تشخیص او درملنه کیږي.
د ماشومانو د ښې ودې په خاطر ټول ماشومان چې کلینیک ته راوستل کېږي او عمر یې تر درې کالو کم وي په کلینیک کې سکرینېنګ ترسره کېږي.
قد او وزن یې کتل کېږي او د ودې کارت ورته اچول کېږي، تر څو د ماشوم وده د ګراف په بڼه وښودل شي او د خوارځواکۍ په صورت کې د کلینیک د خوارځواکۍ څانګې ته ورپېژندل کېږي. په دغه څانګه کې د ماشومانو د بېلا بېلو داخله ناروغیو لکه: حاد اسهالات، سینه و بغل، خوارځواکي، شری او داسې نورو تشخیص او درملنه د نړیوالو ستندردونو مطابق ترسره کیږي.
هر ماشوم چې ډاکتر ته راوړل کېږي، نو د واکسین کارت یې هم لیدل کېږي که واکسین ته ضرورت وي د واکسین څانګې ته ورپېژندل کېږي.
د ماشوم قد او وزن کتل
ټول هغه ماشومان چې کلینیک ته راوړل کیږي قد او وزن یې کتل کیږي، د ودې کارت ورته اچول کیږي، ترڅو د ماشوم وده د ګراف په بڼه وښودل شي او د خوارځواکۍ په صورت کې د کلینیک د خوارځواکۍ څانګې ته ورپېژندل کیږي.
په عاجل څانګه کې د ماشومانو اړینه درملنه
هغه ماشومان چې کلینیک ته راوړل کیږي او عاجلې طبي درملنې ته اړتیا ولري، د مجربو ډاکترانو لخوا په عاجل څانګه کې اړینه درملنه ورته سرته رسیږي لکه: د حادو اسهالاتو پر وخت د مایعاتو او اړینو درملو تطبیق د مجربو ډاکترانو تر څارنې لاندې.
د خوارځواکو ماشومانو او میندو درملنه
د دیوان بیګي کلینیک د خوارځواکۍ څانګه په دوه ځانګړو برخو کې بېوزلو هېوادولو ته خدمتونه وړاندې کوي:
- بېوزلو او خوارځواکو ماشومانو ته د خوارځواکۍ موادو ویش
- خوارځواکه شیدو ورکوونکو میندو او امیندوارو مېرمنو ته د خوارځواکۍ موادو ویش
د خوارځواکۍ موادو د ویش پروسه
د کورنۍ مسؤلین او والدین چې نشي کولای خپلو خوارځواکه ماشومانو او شیدو ورکوونکو میندو او امیندوارو مېرمنو ته په بازار کې د کمزوري اقتصاد له امله خواړه او لازم درمل برابر کړي، دیوان بیګي کلینیک خوارځواکۍ څانګې ته د راتللو او د لازمې ارزونې وروسته د خوارځواکۍ په پروګرام کې شاملیږي. مستحقو خوارځواکه ماشومانو، امیندوارو مېرمنو او شیدې ورکوونکو میندو ته د خوارځواکۍ مواد، چې په لاندې ډول توضیح شوي دي ویشل کیږي:
- خوارځواکه شیدو ورکوونکو میندو او امیندوارو مېرمنو ته غوړي، بوره، لوبیا، نخود، وریجې، اوړه، مالګه، multivitamin PREGnol ګولۍ
- ماشومانو ته دوه ډوله شیدې او ویټامینونه لکه:
- NIDO Forti Grow شیدې
- Sunny Baby شیدې
- ویتامین A او D
پورته ذکر شوي مواد په وړیا ډول هره میاشت یو ځل مستحقو خوارځواکه ماشومانو، امیندوارو مېرمنو او شیدې ورکوونکو میندو ته ورکول کیږي.
د ماشومانو تنفسي ناروغیو تشخیص او درملنه
په هېواد کې د تنفسي ناروغیو له کبله د ماشومانو مړینه لوړ لامل جوړوي د دیوان بیګي کلینیک ډاکتران د ماشومانو د تنفسي ناروغیو د تشخیص او درملنې اوږدمهاله مهارت لري.
حاد اسهالاتو درملنه
کله چې نرم غایطه مواد او یا اوبه ډوله ډکې متیازې په ورځ کې درې ځلې او یا د دریو ځلو څخه زیات د وجود څخه خارج شي او دوام یې د دوه اونیو څخه کم وي، د حاد نس ناستي په نوم يادېږي.
په دیوان بیګي کلینیک کې د حادو اسهالاتو درملنه د متخصصینو ډاکترانو په واسطه ترسره کیږي. د کلینیک متخصصین ډاکتران ناروغانو ته د حاد اسهالاتو د مخنیوي لپاره هم سپارښتنې کوي.