د ماشومانو د داخلې  ناروغیو متخصص؛ ډاکتر محمد آصف نجیب پېژندنه

زه ډاکتر محمد آصف نجیب د الحاج نوروز خان زوي چې په ۱۹۷۷ م کال کې د وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ د سالارو په کلي کې زیږېدلی یم، په ۲۰۰۴ م کال کې د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي څخه فارغ شوی یم، تر فراغت وروسته مې لس کاله د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې په مختلفو مسلکي او اداري پوستونو کې کار کړی دی.

وروسته د کابل پوهنتون اړوند په میوند تدریسي روغتون کې د تخصص په پروګرام کې داخل او په ۲۰۱۷ م کال کې د تخصص د پروګرام څخه فارغ او د وردګو ولایت په ولایتي روغتون کې د ماشومانو  د داخلې ناروغیو د متخصص او د ماشومانو د څانګې شېف په توګه مې دنده تر سره کړې، وروسته له څلورو بجو په دیوان بیګي کلینیک کې د ماشومانو د داخلې ناروغیو د متخصص په حیث دنده ترسره کوم، چې ذکر شوی کلینیک د وسایلو او تکنالوژۍ له نظره په نویو او عصري وسایلو سمبال دی او د خلکو لپاره په ډېرکم لګښت عالي خدمات تر سره کوي.

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top