د اطفالو د داخله نار وغيو څانګه
د نویو زيږېدلو ماشومانو څخه تر اتلس کلنۍ پورې د ماشومانو د ټولو داخله ناروغیو، د تغذیې، وده او نمو، د نوی زیږ ې دلو ماشومانو روټین چک آپ، کمخوني، خوارځواکي، د قد ټیتوالی، د شپي لخوا په بستر کې ادرار، اختلاجي حملات، دماغی تأخر او وروسته والۍ او د نورو بېلا بېل انتاني نارغیو تشخیص او درملنه کیږي.
د ماشومانو دښه وده په خاطر ټول ماشومان چی کلینیک ته راوستل کیږی او عمر تر دری کالو کم وی په کلینیک کی سکرینینګ تر سره کیږی قد او وزن کتل کیږی او ورته د ودی کارت اچول کیږی. تر څو د ماشوم وده د ګراف په بڼه وښودل شی او د خوارځواکی په صورت کی ورسره اړینه مرسته وشی.
هر ماشوم چی داکتر ته راوړل کیږی نو د واکسین کارت یی هم لیدل کیږی که واکسینو ته ضرورت وی د واکسینو څانګه چی د ماشومانو معاینه خانه سره نژدی موقعت لری معرفی کیږی.