دماشومانو داخله ناروغی په افغانستان کې د ماشومانو د مړینې او معیبیتونو مهم لامل دی. دغه ناروغي په اسانۍ سره د مخنیوي او درملنې وړ دي. د دغه ناروغیو څخه حاد اسهالات د ماشومانود مړینې د لاملنو په سر کې ځای لري.
حاد اسهالات
کله چې نرم غایطه مواد او یا اوبه ډوله ډکې متیازې په ورځ کې دری ځلې او یا د دریو ځلوڅخه زیات د وجود څخه خارج شي او دوام یی د دوه اونیو څخه کم وي د حاد نس ناستي په نوم يادېږي.
د ناروغۍ پېښې
نس ناستی د مخ پر ودې هېوادونو د وژونکو ناروغیو په سرکې ځای لري چې هر کال د یو بلیون څخه زیاتې پېښې او د ۳-۵ ملیونو پورې مړینې لری.
د ناروغۍ مساعد کونکي فکتورونه
- ټیت اقتصادي او ټولنيز حالت
- په شدیده سؤتغذیه باندې اخته ناروغان
- د بدن د مقاومت ښکته والی
- په چټل چاپېریال کې هستوګنه
- د ملوثو اوبو او غذا کارول
- د موراو پلار د تعلیمي سویه ټیټوالی
د ناروغۍ لاملونه
- انتانات
- غذایی فکتورونه
- درمل
- د نوي غذا د پیل کيدو پروخت اسهالات
- متفرقه لاملونه(روحی عوامل، د معایی انزایمونو نیمګړتیاوې)
د ناروغ سره لومړنی مرستې
یواځې د هغه ناروغ درملنه په کور کی کولای شو چې د وجود مایعات یې کموالی ونه لري یعنې د مایعاتو د کموالي علایم چې عبارت د له؛ تندې، ننوتلې سترګې، د جلد ګونځي په ورو ډول بېرته ګرځي(د دې د معلومولو لپاره د ماشوم د سینې او خیټې د برخي جلد د دوه ګوتو ترمنځ کش کاږي که چیرې د پوستکي ګونځې په ورو ډول له منځه ولاړې د مایعاتو د شدید ضیاع ښودونکی دی)، خواب آلوده ګي او د شعور ضیاع، مریض نا آرامه او تږی وي.
ناروغ ته په کور کی د درملنې پر وخت لاندې ټکي په پام کې ونیسئ
- ناروغ ته ښه اضافي مایعات ورکړئ
- د اضافي مایعاتو ورکړې ته د اسهالاتو تر توقف پورې دوام ورکړئ
- د ماشوم تغذیې ته دوام ورکړئ
- د ورځنۍ غذا ورکړې ته دوام ورکړئ
- ماشوم په ورځ کې څو ځلې د زیات وخت لپاره د مور د شيدو په واسطه تغذیه کړئ
- د خطر علایمو ته متوجه اوسئ
هغه مایعات چې د نړیوال روغتیایي سازمان لخوا تایید شوي او د خولې له لارې په درملنه کې کارولای شو:
- ټول هغه مایعات چې غذایي مواد ولري(تر ټولو غوره مایعات) لکه: د وریجو اوبه او مالګه یا شوله، ښوروا سوپ، د کچالو سوپ
- ټول هغه مایعات چې بوره اومالګه ولري
- د ليمو اوبه
- ORS
نوټ. د خواږه چای او د میوو د خوږو جوسونو څخه ګټه مه اخلئ.
د خطر نښې: د لاندې نښو په پیدا کیدوسره ماشوم ژر تر ژره یو روغتیایي مرکز ته ورسوئ.
- ماشوم ته د شدیدې تبې پیدا کیدو په وخت
- متکرر استفراقاتو پر وخت
- کله چی ماشوم د مور شيدې نه شي کش کولای
- په غایطه موادو کې د وینې د لیدلو پر وخت
مخنیوی
- د ماشوم غذایي حالت باید ښه شي ځکه چې په خوار ځواکۍ اخته ماشوم نس ناستې ته ډير میلان لري
- د ماشوم د پاکوالي په برخه کې باید مور او پلار جدي وي
- د ماشوم د اوسېدو او لوبو چاپېریال باید پاک وساتل شي
- کوم غذایي مواد چې ماشوم ته ورکول کیږي باید پاک وي
- د ماشوم مور باید وهڅول شي چې خپله سينه اوشیدې ماشوم ته ورکړي
- د پاکو اوبوڅخه ګته واخلي
- ټول ماشومان د شري(سرخکانو) په وړاندې واکسین کړي
- خپل او د ماشومانو لاسونه مو په پاکو اوبو سره و مینځئ
- غذا په ښه ډول پخه کړی
- د پخې شوې غذا له ساتلو حخه ډډه وکړئ
- مچانو ته د غذایي موادو د تماس سره اجازه مه ورکوئ
تهیه الیاس/ اېدېت: حسیب صالح