د لیوني سپي ویروس (Rabies) وژونکی دی!

د لیوني سپي ناروغي یوه ویروسي انتاني ناروغي ده، چې د لیوني سپي او کورنیو حیواناتو په واسطه له داړلو څخه وروسته چې دغه ویروس په لاړو کې ولري، روغو کسانو ته لیږدیږي.

نښې نښانې:

  • د داړل شوې ناحیې درد د (۳-۸) هفتو وروسته.
  • د خولې له لارې غلیظه او چسپناکه مایع بهیدل.
  • بی اشتهایي او کانګې
  • سر چرخي او سر دردي
  • د ستوني درد
  • په وروستۍ مرحله کې فلج کیدل او په دې وخت کې ناروغ د اوبو څښلو او حتی د اوبو لیدلو څخه هم ډاریږي.

لومړنۍ مرستې:

  • په لومړي سر کې زخم په اوبو او صابون ومینځل شي.
  • په دوهم قدم کې ناروغ ته ایمونو ګلوبولین او د لیوني سپی واکسین تطبیق شي.

د ایمونو ګلوبولین او د واکسین د تطبیق دورې:  (ایمونو ګلوبولین یوازې په اوله دوره کې)

شمېره دورې وخت
۱ اوله دوره واکسین او ایمونو ګلوبولین په اول وخت کې د سپي خوړلو څخه وروسته
۲ دوهمه دوره واکسین درې ورځې وروسته
۳ درېیمه دوره واکسین اووه ورځې وروسته
۴ څلورمه دوره واکسین څوارلس ورځې وروسته
۵ پنځمه دوره واکسین اته ویشت ورځې وروسته

ګرانو هیوادوالو!

که چیرې  تاسو او یا هم ستاسو د کورنۍ کوم غړي د سپي یا بل حیوان په واسطه وداړل شي، نو مخکې لدې چې د ربیز ویروس ستاسو عصبې سیستم فلج کړي، باید د ربیز ویروس لپاره ایمونوګلوبولین او واکسینونه تطبیق کړئ.

نوټ: دغه آسانتیا تاسو ته دیوان بیګي کلینیک برابر کړی ده، که چېرې خدای مکړه تاسو په دغه ویروس اخته شوی، زر تر زره دیوان بیګي کلینک یا بل روغتیايي مرکز ته مراجعه وکړئ.

Scroll to Top