محمد یونس د غلام حضرت زوی د میدان وردګو ولایت د بند چک ولسوالۍ د انبوخاک د لوړ کلي اصلي اوسېدونکی، په ۱۳۹۵ لمریز کال د انبوخاک عالي لېسې نه فارغ شوی او په ۱۳۹۷ لمریز کال یې له جامع الکمپلکس روغتیایي علومو انسټیټیوټ نه د لابراتوار سند ترلاسه کړی دی.
- په خیر الشفا روغتون، نوي الحیات طبي لابراتوار او دیوانبیګي کلینیک کې یې د ستاژ دوره بشپړه کړې ده.
- په ۱۳۹۹ لمریز کال یې په دیوانبیګي کلینیک کې دنده پیل کړه، چې اوسمهال هم په دې کلینیک کې خپله دنده پر مخ وړي.
په دیوانبيګي کلینیک کې د هر ډول معایناتو، لکه د شکر، د وینې غوړ، د ځیګر، پانقرانس، ګردو، معدې، زړه، هورموني، حیواني محرقې، انساني محرقې، روماتېزم او داسې نورو معایناتو په ترسره کولو برلاسی دی.
ټکنالوجېست لاندې روغتیایي خدمتونه ترسره کوي:
- له ناروغ سره ښه چلند کول
- په مناسب ډول سمپل اخیستل
- د لابراتوار د موادو او سامان آلاتو نظافت مراعاتول
- په لوړ کیفیت معاینات اجرا کول
- د لوړ کیفیت موادو کارول
- له لابراتواره د تاریخ تېرو موادو ویستل
- په مناسب وخت د موادو د کمښت راپور ورکول
کاري وخت: له شنبې نه تر پنجشنبې د سهار له ۹ بجو نه د مازدیګر تر ۷ بجو پورې.