د قابله ظریفه یاسیني لنډه پېژندنه

قابله ظریفه “یاسیني” د محمد نسیم “یاسیني” لور په ۱۳۷۶ لمریز کال د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ د خواجه مسافر ولي کلي په یوه دینداره او باسواده کورنۍ کې زېږېدلې ده. لومړنۍ زده‌کړې یې د یادې ولسوالی په قشنگ عالي لېسه کې کړي، متوسطه او لېسه یې په ۱۳۹۱لمریز کال د کابل په مرکز د چهارراهي قمبر د نسوان وحدت عالي لېسه  کې بشپړه کړې ده.

د رازي صحي علومو انسټیټوټ کې یې د قابلگۍ څانگې دوه کلن پروگرام پیل او په ۱۳۹۳ لمریز کال یې په بریالیتوب سره یاده څانګه پای ته ورسوله او د بکلوریا سند یې ترلاسه کړ او په یاده موده کې یې د هېواد په ډېرو روغتونو او طبي موسسو کې عملي کارونه هم کړي دي. نوموړې له ډېرو ستونزو وروسته په ۱۳۹۶ لمریز کال په یاد انسټیټوټ کې د لېسانس دوره پیل او په ۱۳۹۸ لمریز کال له دې پوهنتونه په اعلی درجه عمومي اول نومره فارغه او د لېسانس سند یې ترلاسه کړ.

د طبابت په ډګر کې یې د شوق او استعداد اصلي سرچینه د دې د کورنۍ هڅونه ده. آغلې یاسیني ډېره  کوچنۍ وه چې له وطن سره یې لېونۍ مینه درلوده او تل یې د هېواد د پرمختیا، د خلکو د هوساینې، ښې روغتیا او دایمي سولې لپاره هلې ځلې کړې دي. همدغه ویاړ دی چې اوسمهال په ټولنه کې د حقوقپوه ډاکترې او د ټولنې د فعالې لور،        خور او مېرمنې په توګه د ولس په زړونو کې ځای لري. په طبي، کلتوري، ټولنیزو او حقوقي  ناستو کې یې فکر د دې لپاره جوړ شوی، چې ملت او په ځانګړې توګه ځوان نسل ته سپېڅلي طبي خدمات وړاندې کړي. د دې له نظره طبابت یو واقعي خدمت دی او دا د راتلونکي نسل لپاره د طبي زانګو جوړولو په لټه کې ده.

آغلې یاسیني له زده‌کړو سره جوخت د پوهنتون له مهاله په يو شمېر دولتي او خصوصي روغتونونو کې د هېوادوالو خدمت کړی، چې د هېواد په مختلفو روغتونونو او موسسو؛ ژوندون معالجوي روغتون، دارالسلام معالجوي روغتون، مداوا معالجوي روغتون، دیوان‌بیگي سراپا کلینیک، له پروموټ موسسې سره د ځانگړو پروگرامونو، له USIAD موسسې سره د توبرکلوز سیمینارونو، له USIAD موسسې سره د امپلانټ پروگرامونو، د سیناپرس سیمینارونو او داسې نورو موسسو کې لس کلنه کاري تجربه او سابقه لري.

آغلې یاسیني اسلامي نظام او ملي ګټو ته د درناوي ترڅنګ قوي هوډ، پیاوړې عقیده، پرانیستی فکر، صمیمیت، افغانیت او پوره اخلاص لري.

کاري وخت: له شنبې نه تر پنجشنبې ، د سهار له ۸ بجو نه د مازدیګر تر ۶ بجو پورې.

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top