ډاکتر عصمت الله عاصم د امان الله زوی د میدان وردګو ولایت، د نرخ ولسوالۍ، د کریمدادو د کلي اصلي اوسېدونکی، د غازي لېسې څخه فارغ شوی دی او په ۱۳۸۳ کال د کابل طبي پوهنتون معالجوي طب څخه د (MD) سند ترلاسه کړی دی. د فامیلي طب په برخه کې یې د کیور نړیوال روغتون څخه د تخصص درې کلنه دوره تکمیل کړی ده.
د ۲۰۰۹ کال څخه تر ۲۰۱۴ پورې د کیور نړیوال او افشار نړیوالو روغتونو کې د ترېنر متخصص په توګه کار کړی دی. همدارنګه د میدان وردګو ولایتي روغتون موسس او رئیس پاتې شوی دی.
دېوانبیګي کلینیک ګرانو هېوادوالو ته زېری ورکوي، چې دا دی اوس مونږ په دېوانبیګي کلینیک کې د فامیلي طب ترېنر متخصص ډاکتر عصمت الله عاصم له ځان سره لرو، چې ستاسو د کورنۍ د هر غړي روغتیا ته له زېږون څخه د ژوند تر پایه پاملرنه او درملنه کوي.
د فامیلي طب ډاکتر د مختلفو مزمنو ناروغیو او شرایطو لکه د شکر ناروغۍ، د وینی لوړ فشار (هایپرټینشن)، د پښتورګو ناروغي، د زړه ناروغي، لوړ کولسټرول، دردناک التهاب، د مفصلونو سختوالي، د پوستکي ناروغۍ، د تنفسي ناروغيو درملنه او څارنه کوي.
د کورنۍ طب ډاکتران یوازېني متخصصین دي، چې ستاسو د کورنۍ د هر غړي مراقبت او درملنه په دوامداره توګه او معیاري بڼه سر ته رسوي.
د فامیلي طب ترېنر متخصص لاندې روغتیایي خدمتونو ترسره کوي:
- منظم معاینات لکه د ماشوم معاینه او ليدنې
- د روغتیا خطر ارزونه او اړوندو برخو ته لېږدول
- د چک آپ آزموینو توصیه
- د ښه ژوند کولو لپاره روغتیایي مشورې
- د اوږدمهاله ناروغیو درملنه لکه شکر، د وینې لوړ فشار، روماتیزم، د معدې ناروغۍ، د زړه ناروغۍ او داسې نور…
کاري وخت: له شنبې څخه تر پنج شنبې، د سهار له ۸ بجو نه د ماسپښین تر ۱ بجو پورې.