د فارمسېست ؛مقبل محمدي لنډه پېژندنه

مقبل محمدي د زار محمد جان زوی په ۱۳۷۵ لمریز کال د وردګو ولایت د چک ولسوالۍ د آبکزار چینې په کلي کې زېږېدلی دی.

  • په ۱۳۸۱ لمریز کال د آبکزار عالي لېسه کې شامل او په ۱۳۹۳ لمریز کال له یادې لېسې نه فارغ شوی دی.
  • په ۱۳۹۴ لمریز کال د الجامع کمپلکس د روغتیایي علومو انسټیټوټ د فارمسي په څانګه کې شامل او په ۱۳۹۵ لمریز کال له یاد انسټیټوټه فارغ او د عامې روغتیا له وزارته یې دیپلوم تر لاسه کړی دی.
  • له ۱۳۹۶ لمریز کاله تر اوسه پورې د دیوان‌بیګي کلینیک د فارمسېست دنده په غاړه لري.

د یوه فارمسېست مسلکي دندې:

  • ټول درمل د ګمارل شوي موظف ډاکتر د سپارښتنې له مخې وېشل.
  • ټول درمل د درملو د ساتنې د معیاري لارښود له مخې په درملتون کې ساتل.
  • ټولو ناروغانو ته د درملو د وېش پر وخت د استعمال لازمې لارښوونې ورکول.
  • د روغتیایي خدمتونو پر وړاندې د ستونزو تشخیص، پېژندل او راپور ورکول.
  • په مناسب ډول د ورځنیو درملو د لګښت راپور ورکول.
  • د درملو د مسلکي وېش په اړوند پوره معلومات لرل.
  • د درملو له غوره، پاک او خوندي ساتلو نه ډاډ لرل.
  • د اړتیا په صورت کې د اړینو درملو پېرودل او راوړل.

د دیوان‌بیګي کلینیک یو مجهز کلینیک دی، چې د عمومي داخلې، د ماشومانو داخلې، نسایي ولادي، د کورنۍ لارښود، التراسونډ، د غاښونو څانګې، اورتوپیدي، عقلي او عصبي، لابراتوار، نرسنګ، درملتون، د واکسین څانګې، خوارځواکۍ، ختنې (سنتي) ټېلي میډیسن او ټرېننګ په څانګو کې مجرب پرسونل لري او د درنو ناروغانو په خدمت کې دی.

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top