سميع الله صمیمي د نجيب الله زوی په ۱۳۷۷ لمریز کال د وردګو ولایت د چک ولسوالۍ د عربانو درې د خواجه انګور په کلي کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زدهکړې يې د وردګو ولایت، د چک ولسوالۍ د عربانو په عالي لېسه کې او ثانوي زدهکړې يې د کابل ولایت د پنځمې ناحیې د قلعه کاشف په عالي لېسه کې تر سره کړي او په ۱۳۹۵ لمریز کال له یادې لېسې نه په عالي درجه فارغ شوی دی.
- په ۱۳۹۶ لمریز کال د ننګرهار پوهنتون، ښوونې او روزنې پوهنځي بیولوژي څانګې ته بریالی شوی او په ۱۴۰۰ لمریز کال له یاد پوهنځي نه د لېسانس په کچه په عالي درجه فارغ شوی دی.
- د پوهنتون د زدهکړو تر څنګ په ۱۳۹۷لمریز کال د ځلاند ننګرهار روغتيایي علومو انسټيټيوټ فارمسي څانګې ته شامل او په ۱۳۹۹ لمریز کال د څوارلسم پاس په کچه په عالي درجه فارغ شوی.
- د عامې روغتيا وزارت نه یې د فراغت سند تر لاسه کړی او اوسمهال د ديوانبیګي کلینیک په فارمسي څانګه کې د ستاژ دوره پر مخ بيایي.
نوموړی ستاژر لاندې روغتیایي خدمتونه ترسره کوي:
- د درملو چک کول
- د فارمسست سره د نخسې اجرا کول
- ناروغانو ته د درملو په اړه لازمې لارښونې کول
- د را جستر په کتاب کې د ناروغانو راجستر کول
کاري وخت:له شنبې تر پنجشنبې د سهار له ۸ نه د مازدیګر تر ۵ بجو پورې.