ډاکتر انیسه عظیمي د نور افغان لور د وردکو ولایت د سیداباد ولسوالۍ د اونخي درې د محمد عظیم خېلو کلي اصلي اوسېدونکې په ۱۳۹۱ لمریز کال د قلعه کاشف عالي لېسې نه فارغه او په ۱۳۹۲ لمریز کال د کابل طبي پوهنتون ته شامله او په ۱۳۹۸ لمریز کال یې له ستوماتولوژي څانګې نه د ام ډي سند ترلاسه کړی دی.
- له ۱۳۹۸ لمریز کال نه تر ۱۳۹۹ لمریز کاله پورې یې د مرضیه بیات د غاښونو کلینک کې د غاښونو معالجې ډاکترې په حیث دنده ترسره کړې ده.
- له ۱۳۹۹ لمریز کال نه تر ۱۴۰۰ لمریز کاله پورې یې د شهباز بلال خېل په کلینیک کې د غاښونو معالجې ډاکترې په حیث دنده ترسره کړې ده.
د غاښونو معالج ډاکتر لاندې روغتیایي خدمتونه ترسره کوي:
– د غاښونو منظمول (اورتودنسي کول)
– په لایزري موادو د غاښونو ډکول
– د غاښونو پاکول (مینځل)
– د غاښونو عصب ویستل
– د وړانګو په وسیله د غاښونو سپینول
– د غاښونو ویستل
– د غاښونو عکس اخیستل
– په غاښونو کې د غمیو نګین نصبول
– د غاښونو پوښول
کاري وخت: له شنبې نه تر پنجشنبې د سهار له ۸ بجو نه د مازدیګر تر ۴ بجو پورې.