فاطمه عظیمي د نور افغان لور د وردگو ولایت، د سیدآباد ولسوالۍ د محمد عظیم خېلو کلي اوسیدونکې په ۱۳۹۵ هجري لمریز کال له قلعه کاشف عالي لېیسې څخه فارغه شوې ده او اوس مهال د شفاء پوهنتون، ستوماتولوژي په څانګه کې په زده کړو بوخته ده. نوموړې د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د چنګاښ له ۲۶مې نېټې څخه د همدې کال د قوس تر پورې د دیوان بیګي په کلینیک کې د ستاژرې په حیث کار کوي او دنده یې اوس هم په یاد ارګان کې ادامه لري.
دغه ستاژره لاندې روغتیایي خدمتونه ترسره کوي:
- د غاښونو ډاکتر تر نظر لاندې د ناروغ د حیاتي علایمو (فشار، قد او وزن) چک کول؛
- ناروغ ته لازمې مشورې ورکول لکه (د غاښونو سالم ساتل، د غاښونو حفظ الصحه په نظر کې نیول)؛
- د ټولو غاښونو پروسیجر ترسره کولو لپاره د ناروغانو چمتو کول؛
- د ناروغانو بشپړه روغتیایي تاریخچه په میډیکل ریکارډ سیستم کې ثبت کول؛
- د غاښونو وسایل منظم کول او تعقیمول.
کاري وخت: له شنبې څخه تر پنجشنبې د سهار له ۸ بجو څخه د مازدیگر تر ۴ بجو پورې.