د غاښونو چینجي کېدل (Caries): د غاښونو چینجي کېدل یوه داسې مکروبي ناروغي ده، چې د غاښونو د تخریب سبب ګرځي.
د غاښونو چینجي کېدل((Caries چې د مخنیوي لارې چارې هم لري.
د غاښونو د چینجي کېدو (Caries) د مخنیوي لپاره باید لاندې ټکي په نظر کې ونیول شي.
۱- د غاښونو برس کول وروسته له ډوډۍ خوړلو څخه باید په ورځ کې درې ځلې برس کړئ.
د سهار چای څښلو څخه وروسته، د غرمې ډوډۍ خوړولو څخه وروسته، د ماښام ډوډۍ خوړلو څخه وروسته.
۲- هر ځل برس کول باید درې دقیقې وخت ونیسي.
۳- غاښونه مو په فشار سره مه برس کوئ ځکه چې د غاښونو د مینا (د غاښ سطحي برخه) د تخریب کېدو سبب ګرځي.
– د غاښونو برس باید له یوې میاشتې څخه زیات استفاده نه شي.
۵- لوند برس باید په قوطي کې پاتې نه شي ځکه چې بیا مکروبونه په برس کې وده کوي.
۶- د غاښونو پاکولو لپاره له مسواک څخه هم استفاده کول بهترینه کړنه ده.
۷- د غاښونو سالم ساتلو لپاره یو هم د غاښونو له تار (نخ) څخه استفاده کول دي، چې هر ځل د ډوډۍ خوړلو څخه وروسته باید غاښونو منځونه په تار سره پاک شي.
۸- هېڅ کله هم د غاښونو منځونو د پاکولو لپاره د اورلګیت (ګوګرد)، لرګي، ستنې، سیخ، او داسې نورو شیانو څخه استفاده مه کوئ.
۹- د یخو شیانو څخه وروسته، ګرم شی مه استفاده کوئ او همدارنګه د ګرمو شیانو څخه وروسته یخ شی مه استفاده کوئ.
۱۰- د حمل اخېستلو څخه مخکې باید یوه مور د غاښونو ډاکتر سره مشوره وکړي او خپل غاښونو تداوي او کنترول کړي.
۱۱- د سګرېټ، نسوار او داسې نور شیانو څخه استفاده مه کوئ، چې دا مو غاښونو او ټول بدن ته ضرر رسوي.
۱۲- له غاښونو سره سخت شیان مه ماتوئ.
۱۳- د غاښونو سالم ساتلو لپاره باید لږ تر لږه په کال کې دوه ځلې د غاښونو ډاکتر ته مراجعه وکړئ! که څه هم کوم درد او تکلیف ونه لري.
د غاښونو فایدې
۱- پاکه خوله او پاک غاښونه د ښې روغتیا ضمانت کوي.
۲- غاښونه موږ د هضمي جهاز له ناروغیو څخه ژغوري.
۳- غاښونه زموږ د مخ ښکلا دوه برابره کوي، د زړه راښکوونکې مسکا د غاښونو محتاجه ده.
۴- تاسو د خپلو غاښونو ساتنه وکړئ، غاښونه به ستاسې ساتنه وکړي.
۵- غاښونه د یو داسې قېمتي غمي مثال لري، که چېرې دا غمی مات او یا هم خپل رنګ د لاسه ور کړي، نو په شخصیت بده اغېزه کوي.
۶- په ښایسته غاښونو باندې شخصیت لوړېږي.
د غاښونو د تار استعمال (Dental Flossing)
۳۲ سانتي متره د غاښونو تار په داسې توګه د خپلې منځنۍ ګوتې Middle Finger څخه تاو کړئ، دواړه د شهادت (د غټو ګوتو) په کومک مضبوط ونیسئ، په داسې حال کې چې د دواړو لاسونو د ګوتو تر منځ د تار اوږدوالی ۲ سانتي متره وي.
د غاښونو منځینۍ سطحې پرې پاکې کړئ، تر څو هېڅ غذایي مواد پکې پاتې نه شي او ورسره مکروبونه هم له منځه یوسي.
نوټ: مګر داهم په یاد ساتئ کوم تار چې استفاده شي، د بل غاښ د پاکولو لپاره باید استفاده نشي، یعنې هغه ۳۲ سانتي متره تار باید داسې تقسیم شي، چی هر غاښ ترمنځينۍ سطحو ته دوه، دوه سانتي متره ورسېږي.
ډاکتر ننګیالی شهزاده
د دیوان بیګي کلینیک د غاښونو معالج ډاکتر
که کومه پوښتنه لرئ او یا هم غواړئ چې د خپلو غاښونو درملنه وکړئ، زه ډاکتر ننګیالی شهزاده د خولې او غاښونو معالج ستاسې په خدمت کې یم.