فرشته سلطاني د عبدالجلیل لور د وردکو ولایت د دایمیرداد ولوسوالۍ د صدوخیلو کلي اوسیدونکې په ۱۳۹۷لمریز کال له صوفي عشقري لېسې څخه فارغه شوې ده او په ۱۴۰۰ لمریز کال د جامع کمپلکس د روغتیایي علومو انستیتیوت د غاښونو جوړولو څانګې څخه د څوارلسم پاسې په سویه فارغه شوې ده او له ۲۵/۰۱/۱۴۰۱را په دېخوا په دیوان بیګي کلینیک کې د غاښونو د ډاکتر د مرستیالې په حیث کارکوي.
نوموړې روغتیا پاله لاندې خدمتونه تر سره کوي:
- د غاښونو د ډاکتر سره د ناروغ د حیاتي علایمو چک کول؛
- ناروغ ته لازمې مشورې ورکول لکه د غاښونو سالم ساتل، د غاښونو حفظ الصحې په هکله مشوره ورکول؛
- د هر پروسیجر لپاره د ناروغانو چمتو کول؛
- د نارغانو بشپړه روغتیایي تاریخچه په مدیکل ریکارد برېښنایي سیستم کې لیکل؛
- د وسایلو منظم کول او تقسیم لپاره برابرول.
کاري وخت: له شنبې څخه تر پنجشنبې د سهار له ۸ بجو څخه د مازدیګر تر ۴ بجو پورې.