مخکې له دې چې د خپلو غاښونو درملنه وکړئ لاندې اړین لابراتواري معاینات ترسره کړئ!
- د ځیګر التهاب بي (HBs Ag) هېپاتایټېس بي معاینه
- د ځیګر التهاب سي (HCV Ab) هېپاتایټېس سي معاینه
هېپاتایټېس بي یا تور زېړی او هېپاتایټېس سی یا سپین زېړی: دغه ناروغۍ په انسانانو کې د ځیګر ویروسي ناروغۍ دي. نوموړې ناروغۍ په دوو حالاتو کې رامنځ ته کېږي: لومړی په حاد ډول (سم د لاسه هغه وخت چې ویروس بدن ته ننوځي) دوهم په مزمن ډول (له ډېر ځنډ وروسته کله چې دغه ویروس وینې ته داخل شي) په لومړي وخت کې کوم اعراض نه ورکوي، خو کله چې دغه ویروسونه په ځیګر کې ځای پر ځای شي په ناروغ کې د نوموړو ناروغیو نښې نښانې را څرګندیږي.
د تور او سپین زېړي نښې او نښانې
خفیفه تبه، خستګي، بې اشتهایي، د بندونو درد، دلبدي (زړه بدوالی)، د پوستکي زېړوالی، سستوالی، د بولو رنګ تغیرېدل، د خېټې درد.
ګرانو هېوادوالو! د پوهانو څېړنو ثابته کړې ده، چې د تور او سپین زېړيناروغۍ د لاندې لارو څخه لېږدیږي نو مونږ او تاسو باید له دغه ویروسي ناروغیو څخه خپل ځان او کورنۍ وژغورو.
د تور او سپین زېړي د لېږدېدلو لارې:
- د مشترکو ستنو کارولو له لارې
- د جنسي اړیکو پر وخت
- د زخمونو له لارې
- د وېښتانو د جوړونکو
(سلمانانو) لخوا د حفظ الصحې
نه مراعات کول
د تور زېړي انټيجن (HBs Ag) او سپین زېړي انټي باډي (HCV Ab) معاینات د ناروغ او هم د ډاکتر د سامان آلاتو د نه ملوث کېدلو او د بل ناروغ لپاره مهم دي. که چېرته مونږ د خپل تور زېړي (HBs Ag) او سپین زېړي (HCV Ab) معاینات ترسره کړي وي، نو مونږ کولای شو په دې کار سره خپل ځان او نور کسان وژغورو، خو که چېرته مو دا معاینات نه وي ترسره کړي، نو په دې وخت کې د ځان او نورو کسانو لپاره مناسب کار نه دی. ځکه زمونږ د ناروغیو تشخیص او درملنه پټ پاتې کېږي او په ټولنه کې ډاکتر او نورو ته د نوموړي ویروس د خپرېدلو لامل کېږي، چې د نورو خلکو په حق کې ښکاره بې انصافي ده.
هغه ناروغان چې نوموړي معاینات یې نه وي تر سره کړي کېدای شي په دې ناروغۍ به اخته شوي وي؛ نوموړې ناروغي به یې مثبت وي، چې هغه وخت د داسې ناروغۍ درملنه ستونزمنه ده.
نو! که چېرې تاسو یا ستاسو کورنۍ د غاښونو ډاکترانو ته ځي، باید مخکې له دې چې د خپلو غاښونو درملنه شروع کړي، لومړی باید د تور زېړي (HBs Ag) او سپین زېړي (HCV Ab) معاینات تر سره کړي.
د غاښونو د درملنې نه وړاندې د نوموړو معایناتو ترسره کول لاندې ګټې لري:
۱- ستاسو د ناروغۍ تشخیص او درملنه به پر خپل وخت ترسره شوې وي.
۲- ستاسو ناروغي به ستاسو د کورنۍ نورو روغو غړو ته نه لېږدول کېږي.
۳- ستاسو ناروغي به د ډاکتر سره د ناروغۍ د لېږدېدلو په مخنیوي کې مرسته وکړي.عزتمندو وروڼو او خویندو که غواړئ خپل ځان او کورنۍ باوري او له دې ناروغۍ وژغورئ، نو د دېوان بیګي کلینیک ټول روغتیایي کارکوونکي ستاسو په خدمت کې دي او تاسې په آسانۍ سره کولای شئ، چې دغه معاینات او واکسین په همدغه کلینیک کې په مناسبه بیه ترسره کړئ.