په دې څانګو کې د څلورو مجربو او متخصصو ډاکترانو لخوا د هر ډول داخله نارغیو تشخیص او درملنه کېږي. د عمومي داخلې ټولې ناروغۍ په خورا ښه ډول او مناسبه توګه چې د خلکو اقتصاد هم پکې په پام کې نیول شوی وي تداوي کوي. د سهار له ۸ بجو نه د مازدیګر تر ۴ بجو، بیا د مازدیګر د ۴ بجو نه د ماښام تر ۷ بجو پورې، د لویانو او د ماشومانو عمومي داخلې متخصصین لرو. همدارنګه هر ناروغ ته د درملو مناسب استعمال او وخت ورښودل کیږي.
روغتیایي لارښونې چې د ناروغیو په وقایه او تداوي کولو کې مهم رول لري، د ډاکتر لخوا هم ورکول کېږي. د ناروغیو په تشخیص کې د لابراتوار معیاري معاینات خورا اړین دي، چې د داخلې ډاکتران د دې معایناتو څخه ښه ګټه پورته کوي تر څو ناروغي تشخیص کړي. هغه ناروغان چې د مزمنو یعنې دوامدارو ناروغیو سره لکه د وینې لوړ فشار یا د شکر ناروغي ولري، کارت ورته اچول کېږي، تر څو په ښه شان سره یې ناروغي تعقیب او تر کنټرول لاندې ونیول شي. د دې کار د ښه تر سره کېدو لپاره ناروغ ته په لیکلي ډول د بېرته راتګ وخت تعین او د بیا مراجعې کارت ورکول کېږي تر څو ناروغ په ټاکلي وخت بیا مراجعه وکړي.
د شکر ناروغانو ته ځانګړي کارتونه هم شتون لري، تر څو ناروغ یې د ځان سره ولري او د ضرورت په وخت کې که چېرې ناروغ بې سده شي د لارښوونو څخه یې ناروغ ته نیږدې کسان استفاده وکړي او ناروغ سره مناسبه او پر وخت مرسته وکړي. همدارنګه شکر ناروغانو ته د درملنې او وقایې لاښوونې ښودل کیږي او ترېننګ ورکول کیږي.
د لویانو د عمومي داخلې څانګه
دغه څانګه د مجربو او متخصصو ډاکترانو لخوا پرمخ وړل کیږي. په دغه څانګه کې د عمومي داخلې ټولې ناروغۍ په خورا ښه ډول او مناسبه توګه تشخیص او درملنه یې سرته رسیږي.
روغتیايي لارښوونې د ډېرو عامو داخله ناروغیو په اړه چې د ناروغیو په مخنیوي او وقایه کې اړین ګڼل کیږي د ډاکترانو لخوا ورکول کیږي. همدارنګه د داخله ناروغیو د تشخیص لپاره مناسب لابراتواري معاینات هم د ډاکتر لخوا توصیه کیږي.
په دوامداره توګه د وینې د لوړ فشار تعقیب او کنټرول
د وینې لوړ فشار چې د ډېرو وژونکو ناروغیو لپاره لامل ګڼل کېږي، د دې لپاره چې د دغې مرګونې ناروغۍ کنټرول په ښه ډول سرته ورسیږي روغتیا پوهان په ځانګړو جدولونو کې د ناروغ د فشار ثبتول اړین بولي ډېر د خوښی ځای دی، چې اوس د دیوان بیګي کلینیک دا نوښت کړی دی او د دوی لخوا د فشار ځانګړی کارت ناروغ ته اچول کیږي، چې په هغه کې د ناروغ ټول اړین معلومات د ناروغ د فشار مقداري ثبت او درملنې په ګډون لیکل کیږي. چې یو کارت ناروغ ته او بل د نوموړي ناروغ په دوسیه کې ځای پر ځای کیږي.
د یادونې وړ ده، چې د لوړ فشار، شکر او د نورو عامو ناروغیو څخه د مخنیوي او ښه درملنې په موخه د دیوان بیګي کلینیک لخوا لازمې روغتیایي لارښوونې او سیمینارونه ورکول کیږي.
په دوامداره ډول د شکرې ناروغۍ ارزیابي او کنټرول
په خپله د شکرې ناروغي مرګونې نه ده، خو د هغې له کبله رامنځته کېدونکي اختلاطات مرګوني دي. د شکرې د ناروغۍ دایمي درملنه شتون نه لري، خو دغه ناروغان باید په دوامداره ډول تر درملنې او کنټرول لاندې ونیول شي. خوشبختانه چې د دیوان بیګي کلینیک د مجربو او متخصصو ډاکترانو لخوا د دغه ناروغانو تشخیص، درملنه، کنټرول او دوامداره ارزیابي صورت نیسي.
کله چې د شکرې د ناروغۍ مشکوک او یا تایید شوی ناروغ کلینیک ته مراجعه وکړي، د ډاکترانو لخوا ورته مناسب معاینات چې اقتصاد یې په نظر کې نیول شوی وي سپارښتنه کیږي. وروسته له هغې ناروغ ته مناسبه تداوي پیل کیږي.
د ناروغۍ د دوامداره ارزیابۍ او کنټرول لپاره ناروغ ته د شکرې کارت اچول کیږي، چې پکې د ناروغ اړین معلومات او د شکرې د معایناتو نتایج او درمل لیکل کیږي.
دغه کارت یو ناروغ ته ورکول کیږي او یوه کاپي یې د نوموړي ناروغ په دوسیه کې ساتل کیږي او ناروغ ته د اړینو روغتیايي لارښوونو وروسته د بیا ځلې د کنټرول نېټه ښودل کیږي او له کلینیک څخه رخصت کیږي.