د عمومي داخلې د متخصص؛ ډاکتر ګل اباد طارق پېژندنه

ډاکتر ګل اباد طارق د عمومي داخلې متخصص، چې په ۱۳۸۳ کال کې د کابل پوهنتون د معالجوي څانګې څخه فارغ شوی  او په ۱۳۹۵ کال کې یې په عاجل ابن سینا روغتون کې د تخصص پروګرام تکمیل کړی دی.

 اوس مهال د وردګو ولایت په ولایتي روغتون (میدان ښار) کې د عمومي داخلې د متخصص په توګه دنده تر سره کوي، وروسته له وخت څخه په دیوان بیګي کلینیک کې چې طبي وسایل او مجهز لابراتوار، د غاښونو څانګه، د  نسائي او ولادي څانګه، د ماشومانو څانګه، او د عمومي داخلې څانګې لري کار کوي. نوموړی کلینیک د وسایلو او تکنالوژۍ له نظره په نویو او عصري وسایلو سمبال دی او د خلکو لپاره په ډېر کم لګښت عالي خدمتونه تر سره کوي.

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top