د عمومي داخلې او التراسوند د متخصص؛ ډاکتر ګل محمد هاشمي پېژندنه

زه ډاکتر ګل محمد د وردګو ولایت د جلګې ولسوالۍ اوسېدونکی یم، چې په ۱۳۸۹ کال کې د کندهار د طب پوهنځي څخه فارغ شوی یم او په ۱۳۹۳ کال کې مې د رابعه بلخي روغتون د عمومي داخلې په څانګه کې تخصص بشپړ کړ او په ۱۳۹۸کال مې کې د عامې روغتیا وزارت څخه د التراسوند په څانګه کې د تخصص سند تر لاسه کړ، چې فعلا د میدان ښار په ولایتي روغتون کې د عمومي داخلې څانګې مسؤل یم، چې وروسته له وخت څخه د دیوان بیګي په کلینیک کې د عمومي داخلې او التراسوند د ناروغانو په خدمت کې یم. نوموړی کلینیک یو مجهز کلینیک دی او د عمومي داخلې، ماشومانو،  نسائي ولادي او د غاښونو څانګه کې تجربه لرونکی پرسونل لري چې د ناروغانو په خدمت کې دی، د دې تر څنګ نوموړی کلینیک یو مجهز لابراتوار لري، چې ۱۲ ساعته د ناروغانو په خدمت کې خپل خدمات ترسره کوي. همدارنګه نوموړی کلینیک یو مجهز درملتون هم لري، چې ۱۲ ساعته د ناروغانو په خدمت کې دی.

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Scroll to Top