د عقلي او عصبي ناروغیو څانګه

افغانستان یو له بې‌وزله او جنګ ځپلو هېوادونو څخه شمېرل کېږي، چې په عقلي او عصبي ناروغیو باندې د اخته ناروغانو شمېر  ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې دی.

نوموړې ناروغۍ کولای شي، زموږ په ټولنه کې خطرناک عواقب رامنځته کړي، نو که چېرې ستاسو په ټولنه، ګاونډ او یا کورنۍ کې کوم شخص په عقلي او عصبي ناروغۍ باندې اخته کېږي، نو باید ژر تر ژره له یوه عقلي او عصبي متخصص ډاکتر سره مشوره وکړي. ځکه که د داسې ناروغانو په خپل وخت سره درملنه ونه‌شي، نو په راتلونکي کې د دې امکان شته، چې نوموړی شخص له ډېرو روغتیایي او رواني ستونزو سره مخ شي.

رواني روغتیا څه ده؟

رواني روغتیا د ښه ژوند کولو او ټولنیزو شبکو علم دی، چې د ژوند ټول اړخونه له جنین څخه تر مړینې پورې پکې شامل دي. رواني روغتیا داسې پوهه او هنر دی، چې له خلکو سره مرسته کوي چې له ټولنې او خلکو سره جوړښت وکړي.

عصبي ناروغۍ په عصب کې د ستونزې د پیدا کېدو او رواني ناروغۍ د شخص په رواني حالت کې د ستونزو د پیدا کېدلو له کبله پیدا کېږي.

په د ناروغانو تفکیک او پېژندنه

کله چې دېوان‌بیګي کلینیک ته ناروغ مراجعه کوي، په لومړي قدم کې ناروغ تفکیک کېږي، چې رواني ناروغ دی او که نه، که چېرته مراجعه کوونکی رواني ناروغي ولري، نو د عقلي او عصبي څانګې متخصص ډاکتر ته ورپېژندل کېږي. په دې څانګه کې د عقلي او عصبي ناروغیو متخصص د ناروغانو سره په ډېره نرمه لهجه، ورین تندي د خوندیتوب او محرمیت په پام کې نیولو سره له ناروغ سره مسلکي چلند کوي، ترڅو ناروغ د ډاډ او اطمینان احساس وکړي او د ناروغ تشخیص او درملنه په آسانۍ سره وشي.

که رواني ناروغ خپله ناروغي پټوي باید څنګه چلند ورسره وشي؟

که رواني ناروغ د خپلې ناروغۍ له منلو څخه ډډه کوي، نو په دې وخت کې د اړوند ډاکتر لخوا د ناروغ پایواز ته قناعت ورکول کېږي، چې نوموړی ناروغ له ډاکتر سره یوازې پرېږدي، ځکه ځینې ناروغان خپله ستونزه د کورنۍ پر وړاندې نه‌شي بیانولی او داسې زمینه باید ورته مساعده شي، چې ناروغ وکولای شي خپله اصلي ستونزه په آسانۍ سره له اړوند ډاکتر سره شریکه کړي.

څنګه کولای شو رواني ناروغ وپېژنو؟

کله چې د شخص په تفکر، احساساتو، ادراک او کړنو کې داسې نیمګړتیاوې رامنځته شي، چې د ټولنې له اصولو سره اړخ ونه لګوي، نو ویل کېږي چې شخص په رواني ناروغۍ اخته دی.

رواني ناروغان په لاندې نښو نښانو پېژندل کېږي

  • په دوامداره توګه د خواشینۍ احساس.
  • له کوم لامل پرته خپه وي.
  • ډېری وخت بې‌خوبه وي.
  • تل له عضوي او یا جسمي دردونو څخه شکایت کوي، خو لامل یې معلوم نه وي.
  • خپل کړه وړه ورته ښه او د نورو ورته ناسم برېښي.
  • ډېر وخت په نه خبره خپه وي، زیاتره وخت په خپلو کړنو پښېمانه وي.
  • له کوم لامل پرته ډېری وخت وېرېږي.
  • ناروغ داسې احساس کوي، چې نور خلک ورسره مینه نه لري او له خلکو کرکه کوي.
  • ټولنیزې اړیکې نه خوښوي او یوازېتوب اختیاروي.
  • غیبي غږونه اوري، غیبي شیان ویني او په خپل بدن کې د آزار ورکوونکو څیزونو احساس کوي.
  • په دې باندې باوري وي، چې (دښمنان لرم، له منځه مې وړي او د وژلو دسیسه راته جوړوي).
  • په هرڅه باندې شک او بدګماني کوي.
  • له کوم لامل پرته جنګونه کوي یا د کور وسایل ماتوي.
  • د ځانوژنې او د بل وژنې فکر او هڅه کوي.
  • شخص سستي لري او له ژونده خوند نه‌شي اخیستلی.

په رواني ناروغیو د اخته کېدلو لاملونه

ډېر عوامل شته، چې د رواني ناروغیو په منځته راتلو کې رول لري، لکه بیولوژیکي عوامل چې دلته د ناروغ په اناتومیک جوړښت کې د نیمګړتیا او ځینې کېمیاوي موادو د زیاتېدلو او کمېدلو له کبله رواني ناروغۍ پیدا کېږي. رواني او ټولنیز عوامل لکه د نږدې کس له لاسه ورکول او یا په کورنۍ کې د تاوتریخوالي موجودیت هم د رواني ناروغیو لامل کېږي.

په افغاني ټولنه کې د تاوتریخوالي مختلف ډولونه شته، چې رواني ناروغۍ منځته راوړي لکه په کورنیو کې وهل ټکول، سوځول، د کېمیاوي موادو شیندل، په کم عمر کې جبري ودونه، د یو شخص ګواښل، ښکنځلې کول، په بدو نومونو یادول، له خپل حق یا انتخابه محرومول او داسې نور چې رواني ناروغۍ منځته راوړي.

د رواني ناروغیو مخنیوی

(څه باید وکړو چې په رواني ناروغیو اخته نه‌شو؟)

  • د رواني ناروغیو په هکله د ټولنې د غړو د پوهاوي د کچې لوړوالی.
  • د رواني ناروغیو پر وخت پېژندنه او د هغې درملنه ډېره اغېزمنه ده، نو که چېرې هغه نښې لرئ چې مخکې مو ترې یادونه وکړه، ژر تر ژره یو نږدې روغتیایي مرکز ته مراجعه وکړئ.

په ځانګړې توګه که لاندې ستونزې لرئ، نو دېوان‌بیګي کلینیک ته د درملنې لپاره مراجعه وکړئ:

  • د زړه تنګوالی
  • په خوب کې ستونزې
  • سستي او کسالت
  • له ژونده خوند نه اخیستل
  • ډېر ژر په غوسه کېدل او ژر جنګ کول
  • ګوشه ګیر او ځانته‌والی
  • له ټولنې او خلکو څخه وېره لرل
  • شک او بد ګماني درلودل
  • غیبي غږونه اورېدل
  • جنسي ستونزې
  • په یادولو او حافظه کې ستونزې
  • د ځانوژنې فکر درلودل
  • له ځان سره خبرې کول
  • په خبرو کولو کې ستونزې درلودل (ډېرې خبرې او غټې خبرې کول)
  • په قضاوت کولو کې ستونزه
  • په نورو خلکو د دښمن ګومان کول
  • د نظافت خیال نه ساتل
  • د خیالي شیانو لیدل
  • کورنی تاوتریخوالی

د رواني ناروغانو د استراحت او هوسا ژوند کولو لپاره رواني روغتیایي لارښوونې

  • قدم وهل.
  • په طبیعي منظره کې وخت تېرول.
  • له یو ښه او رښتیني ملګري څخه مشوره اخیستل.
  • د ځان لپاره یو ښه کاري چاپېریال جوړول.
  • لیکنې کول.
  • ښه مزه لرونکې قهوه یا چای څښل.
  • له کورنیو حیواناتو سره وخت تېرول.
  • په خپل باغ یا باغچه کې کار کول.
  • د ښه او اړین کتاب لوستل.
  • د جسمي او نورو ناروغیو په وخت درملنه.

د رواني ناروغیو په درملنه کې رواني مشوره، درمل او شغل یا مسلک ته د رواني ناروغ هڅول دي، ځینې رواني ناروغۍ یوازې رواني مشورې او ځینې رواني ناروغۍ درملو او رواني مشورې دواړو ته اړتیا لري.

لاندې خواړه د یاددښت (حافظې) په پیاوړي کولو کې ډېره مرسته کوي:

  •  چغندر (لبلبو)
  • د هډوکو ښوروا (شوربا)
  • د کوپرې او زیتون غوړي
  • د هګۍ زېړ
  • د ماهي غوښه
  • –    چهارمغز
  • له سبزیو څخه ګټه پورته کول.

د دېوان‌بیګي کلینیک د عقلي او عصبي ناروغیو متخصص ډاکتر نصیب احمد مسعود د شنبې، یک شنبې، سه شنبې په ورځو کې له ۱ بجې څخه تر ۴ بجو پورې ستاسو په چوپړ کې دی.

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Scroll to Top