د شکر ناروغی عامه پوهاوی

ډاکټر سیدرسول عمرخیل د محمد رسول زوي د وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ اوسېدونکی په کال(۲۰۰۴) م کال د کابل پوهنتون د طب پوهنځۍ څخه فارغ شوی دی، اوس مهال د دیوان بیګی په کلینیک کې د عمومي داخلې د متخصص په توګه دنده تر سره کوي.

ډاکټر سیدرسول عمرخیل د دوشنې او سه شنبې په ورځو د غرمې د دوو بجو څخه د مازدیګر تر څلورو بجو  د (22/23/2021-09) تاریخ د دیوان بیګی کلینیک د شکر ښځینه او نارینه ناروغانو ته د شکر ناروغۍ په باره کې په دوه ورځني ترېنېنګ کې لاندې معلومات وړاندې کړل.

  • غذایی رژیم او د شکر تاریخچه
  • د شکر ناروغۍ ډولونه
  • امیدوارۍ پر وخت شکر ناروغي
  • د شکر ناروغۍ ښکاره نښې
  • د شکر ناروغ باید کوم لابراتواري معاینات ترسره کړي؟
  • د شکر د کنټرول لارې چارې
  • له شکر سره ژوند کول (ګوزاره کول)
  • د ناروغ او معالج ډاکتر تر مینځ همکاري
  • د شکر یا شکر ناروغۍ اختلاطات: له دیابته پیداکونکې کوما (Diabetic Coma)، سترګو ته له دیابته پیداکیدونکې ناروغۍ (Diabetic Eye disease)، د سترګو د شبکې ناروغۍ (Diabetic Retinopathy)، د سترګو داخلي فشار لوړېدل ګلوکوما (Glaucoma)، د سترګو پرده (Cataract).
  • له شکر پیداکونکې د پښتورګو ناروغی
  • له شکر د زړه او روګونو ناروغی
  • له شکر څخه پیداکېدونکې د پوستکي ناروغی

Scroll to Top