د شکر ناروغي Diabetes Mellitus

د دیابت یا شکر ناروغي هغه اوږدمهاله ناروغي ده، چې په وینه کې ګلوکوز یا قند تل له طبیعي اندازې لوړ وي.

د شکر لومړۍ ښکاره نښې

  • ژر ژر ادرار (بولې) کول
  • ژر ژر وږی او تږی کېدل
  • د وزن کمېدل
  • د زخمونو ورو رغېدل

د شکر ناروغۍ ډولونه

  1. ټایپ ۱ دیابت: چې معمولا په ماشومانو او تنکیو ځوانانو کې پیدا کېږي
  2. ټایپ ۲ دیابت: د عمر په هر پړاو کې خصوصا د ۴۰ کلنۍ نه وروسته
  3. د امیندوارۍ پر وخت شکر ناروغي

د شکر ناروغ باید لاندې لابراتواري معاینات ترسره کړي:

  • (FBSاو په مړه ګېډه (RBS) د وینې شکر معاینه
  • د بولو معاینه کول
  • د زړه برقي ګراف (ECG)
  • HbA1 C (درې میاشتني شکر معاینه)
  • –   BUN/Creatinine (د پښتورګو معاینه)
  • د وینې غوړ (Trig/ Chol)

په وږې ګېډه د شکر (FBS) او درې میاشتني شکر اندازه په لاندې ډول ده:

FBS په وږې ګېډه د شکر اندازه شکر شکر ته مساعد نارمل 126mg/dl 100-125 mg/dl <100mg/dl  
HbA1C درې میاشتني شکر معاینه شکر شکر ته مساعد نارمل ≥6.5% 5.7-6.4% <5.7%  

د شکر د کنټرول لارې چارې

خوښه ستا!

ته دیابت (شکر) کنټرولوې، که دیابت تا کنټرول کړي. هر څوک باید پوه شي چې:

  • شکر یوه اوږدمهاله ناروغي ده
  • شکر لرل شرم نه دی او باید ورسره ژوند وکړئ
  • شکر ساري ناروغي نه ده
  • شکر یوازې کنټرولېږي، خو درملنه نه لري
  • د شکر په بشپړ علاج باندې چټکې هلې ځلې روانې دي، خو اوس مهال یې کنټرول کېدلای شي
  • د شکر د علاج په باره کې د هغو دوستانو توصیې چې ځان ته پوه وایي، خو طبي مسلکي پوهه ونه لري ونه منئ. ډېر ځل دا ډول غیر مسلکي کسان، چې ځانونه ورته پوه معلومېږي ناروغانو ته غلطې لارښوونې او مشورې ورکوي.

له دیابت سره ژوند کول (ګوزاره کول)

له شکر سره ګوزاره د شکر له کنټرول څخه پیل کېږي او د شکر کنټرول اصلا د ناروغ په وینه کې په طبیعي اندازې او یا طبیعي اندازې ته نېږدې د ګلوکوز ساتل دي. اساسا، شکر داسې یو دښمن دی، چې نه یې وژلی شې او نه هم ځان ورڅخه پوره خلاصولای شې؛ خو تا هم په یواځې ځان وژلی نه شي. دا یو چلباز دښمن دی، چې په کرار کرار ستا د وژلو له پاره نور ملګري (اختلاطات لکه د زړه، اعصابو او پښتورګو ناروغۍ) پیداکوي. نو ښه داده چې مقابله یې د یوه سنجول شوي او مؤثره پلان په اساس وشي.

د ناروغ او معالج ډاکتر تر مینځ همکاري

ډاکتر څه کولای شي؟

ډاکتر د ناروغ د وینې د ګلوکوز د اندازې له مخې، هغه ته مناسبه دوا په مناسبه اندازه تجویز کوي.

ناروغ باید څه وکړي؟

  • ناروغ باید ومني چې شکر لري
  • د شکر په باره کې بشپړ معلومات تر لاسه کړي
  • د ډاکتر د سپارښتنې پر اساس د وینې ګلوګوز معاینه کړي.
  • دوا قضا نه کړي، په خپل وخت سره یې وخوري
  • ځان ته په شکر پوه ډاکتر پیداکړي او بیا یې په منظم ډول ډاکتر ته ورشي.
  • د وینې فشار کنټرولول
  • ورزش او مناسب فزیکي حرکات ترسره کړئ (په اونۍ کې ۵ ورځې هره ورځ نیم ساعت)
  • وزن کمول
  • د الکولو او دخانیاتو استعمال څخه ډډه
  • صحي او متوازن خوراک کول
  • دHbA1C  معاینه کول

د شکر ناروغانو لپاره د غدایي موادو چمتو شوي چارت څخه ګټه پورته کړئ!

د دیابت یا شکر ناروغۍ اختلاطات

که د شکر ناروغي کنټرول نه شي نو لاندې ستونزې به ډېر ژر را پیداشي:

  • له دیابته پیداکونکې کوما Diabetic Coma

له شکر څخه پېښېدونکې ناروغۍ

  • د سترګو د شبکې ناروغۍ
  • د سترګو داخلي فشار لوړېدل ګلوکوما

(Glaucoma)

  • د سترګو پرده (Cataract)
  • د پښتورګو دندو مختل کېدل او د پښتورګو عدم فعالیت (Renal Failure)
  • د اعصابو د رګونو ستونزې
  • د محیطي اعصابو ناروغۍ

محیطي اعصاب پښو او لاسونو ته ځي نو زیان یې هم پښو او لاسونو ته رسي، عموما په دواړو خواوو کې په متناظره (یو شان) بڼه را پیداکېږي او څو دانې عصبه متاثره کوي، چې عمده نښې يې دا دي:

  • سړېدل(یخېدل)
  • د سوځېدلو احساس
  • –   خارښت او حساس پوستکی
  • په پوستکي د خزنده د ګرځېدو احساس
  • ژور درد / ستنې ننوتلو شانته درد
  • د برق نیولو غوندې احساس

دغه اعراض عموما په شپه کې زیاتیږي، خو له بستره له پاڅېدلو او څو قدمونو ګرځېدو سره یو څه ښه کېږي. شکر لرونکو خلکو ته توصیه کېږي، چې د پاس یادو شوو آن د یوه عرض احساسولو سره عاجل خپل معالج ډاکتر ته لاړشي.

غیر ارادي اعصابو ناروغۍ

  • د زړه ضربان (ټکان) زیاتېدل: د استراحت په وخت کې د زړه ضربان لوړ ځي
  • د وینې د رګونو د اعصابو زیانمنېدل، په رګونو کې د وینې جریان په یوه حال ساتلی نه شي.

له کوپړۍ څخه راوتلو اعصابو ناروغي

  • ناروغ یو شی دوه ویني
  • د مخ یوې خوا متاثره کېدل

د دیابت له کبله د زړه او رګونو ناروغي

زړه د سینې قفس چپه خوا ته د پښتیو لاندې پروت دی؛ وزن یې ۲۵۰-۳۵۰ ګرامه راځي او حجم یې د هرچا د موټي په اندازه دی.

  • زړه  ته د وینې کم رسېدل

 (Ischemic Heart Disease)

  • –   د زړه حمله MI
  • د زړه کمزوري/ د زړه عدم کفایه Heart Failure
  • دماغي سکته Stroke
  • د محیطي اعصابو صدمه، د پښو فنګسي ناروغي او د پښو زخمونه
  • د پوستکي ناروغي
  • د جنسي کمزورتیا

نوټ: د شکر په ناروغانو کې فشار باید د 130/80mmhg څخه ښکته وي، تل فشار کنټرول او وکتل شي!

له شکر څخه پیداکېدونکې د پوستکي ناروغۍ

دیابت د وجود په هرې عضوې ناوړه اغېزې کوي. نو پوستکی چې له یوې خوا یې سطحه پراخه ده او له بلې خوا، بهرنیو صدمو ته زیات معروض دی، له دیابته ژر ژر زیان مومي.

له نیکه مرغه د پوستکي ناورغۍ خطرناکه نه دي؛ ځینې یې بې درملو او ځینې نور یې که ژر ارزیابي شي، په لږې دوا روغیږي.

له شکر څخه پیداکېدونکي د پښو تکلیفونه

  • د پښو فنګسي ناروغۍ
  • د پښو زخمونه
  • د پښو میخکونه او تڼاکې
  • د پښې د یوې برخې خوسا کېدل

د پښو د تکلیفونو مخنیوی

  • د شکر کنټرول (نه لوړ او نه ډیر ټیټ)
  • د پښو دوامداره معاینه او پاک ساتل
  • د پښو مینځلو وروسته د وچ پو ستکي غو‌ړول
  • په پښو برابر او نرم بوټان کارول

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top