د ساري ناروغیو لپاره چلند

ډاکټر ګل محمد هاشمي د عبدالحبیب زوی د وردګو ولایت د دایمیرداد ولسوالۍ اوسېدونکی په کال(۲۰۱۰) م کال د کندهار پوهنتون د طب پوهنځۍ څخه فارغ شوی دی.

اوس مهال د وردګو ولایت په ولایتي روغتون کې د داخلې په څانګه کې د متخصص په توګه دنده لري او همدارنګه د مازدیګر لخوا د دیوان بیګی په کلینیک کې د داخلې د متخصص په توګه دنده تر سره کوي.

ډاکتر ګل محمد د دوشنبه په ورځ د (2020-02-01)م کال  د دیوان بیګی صحي پرسونل ته داسې  داسې تشریح کړ.

 Approach to Infectious Diseaseد یوه ژوندي اورګانیزم لکه: باکتریا، ویروس، فنګس، او پرازیټونو په واسطه د مختلفو ناروغیو سبب کېږي.

ډېر ژوندي اورګانیزمونه زموږ په وجود کې شتون لري چې ځینې د دې څخه وجود ته ګټور او ځینې نور د ناروغیو سبب کېږي.

ساري ناروغۍ د یو انسان څخه بل انسان ته انتقالېږي او ځینې د حشراتو او حیواناتو په واسطه انتقالیږي چې د مختلفوناروغیو سبب کېږي چې ځینې اعراض او علایم منځ ته راوړي.

لکه: تبه، اسهالات، سستي، د عضلاتو درد، ټوخی او داسې نور…

دغه ناروغي دمختلفو لارو څخه انسان ته انتقالیږي لکه پوستکی، هضمي سيستم، تنفسي سيستم، تناسلي سيستم او داسې نور.

د ديوان بيګی کلينيک صحي پرسونل چې په دغه ترنينګ کې ګډون کړی وو نومونه ېي په لاندې ډول دي.

ډاکټرعبدالوارث، ډاکتر فرشته، ډاکتر صفي الله، احمدالله، مقبل، محمد يونس، شمس الرحمن، حمدالله، مرضيه، مهاجره او رقيبه.                                     

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top