د ساحوي او کلینیکي واکسينونو تر منځ کوم توپیر نشته خو د عامې روغتیا وزارت د ناروغیو د مخنیوي په موخه یوه داسې تګلاره په لاره اچولې ده چې په هغې کې د عامې روغتیا رضا کاران د هغو ناروغیو واکسینونه په څو ټاکل شویو ورځو کې تطبیق کوي، چې د هغو د پراخوالې کچه ډېره وي. لکه د فلج واکسین په ثابتو یا صحې مرکزونو کې سربېره په دي، چې د هغو ناروغېو واکسینونه تطبیق کېږی، چې د پراخوالې کچه یې ډېره وي. لاندنې واکسینونه هم په وړیا توګه په صحي مرکزونو کې تطبیق کېږې:
۱- د پوليو یا د ګوزڼ واکسین؛
۲- د شري یا د سرخکان واکسین؛
۳- د ګلي یا تیتانوس واکسین؛
۴- د نري رنځ یا توبرکلوز واکسین؛
۵- د تور زیړي واکسین؛
۶- پنځه ګوني واکسین؛
۷- د ماشومانو د ګوزڼ زرقي واکسین؛
۸- د نس ناستي يا اسهال واکسین؛
۹- د ټتر یا سینه وبغل واکسین.
نمونیا یا سینه وبغل
نمونیا یا سینه و بغل د سږو د نسج منتن کېدل دي، سینه وبغل معمولا د وېروسونو او باکتریاګانو او په لږه کچه د فنګسونو او پرازیتونو په وسیله رامنځته کېږي. ډېری پېښې یې د باکتریا په وسیله پیدا کېږي.
احتیاط
شدیده نمونیا اضافي درملو لکه اکسېجن ته اړتیا لري او ناروغ باید سملاسي روغتون ته ولېږدول شي.
سینه وبغل له پنځو کلونو څخه په کوچنیو ماشومانو کې د مړینې یو له مهمو او عمده لاملونو څخه دی.
تشخیص
- په ټولو ماشومانو کې چې ټوخی یا ستونزمن تنفس لري او یا هغه ماشومان چې له نورمال حالت څخه چټک تنفس لري باید په سینه وبغل ناروغۍ یې شکمن شو؛
- ډېری وخت لوړه تبه (۵.۳۸سانتي ګراد) یا له دې څخه په لوړه درجه شتون و لري خو تل یې دا علت نه شي کېدای؛
- د سږو خراب غږونه هغه وخت چې ماشوم تنفس کوي؛
- له شېدو خوړلو څخه ډډه کول؛
- کانګې یا په ورستیو کې د ګانګو تاریخچه.
ناروغ ته لارښونې
- مور یا د ماشوم څارونکی دې وهڅول شي څو د ماشوم سمې تغذیې ته دوام ورکړي؛
- د ماشوم مور ته دې توصیه وشي څو ماشوم ته د مور له شېدو سره تغذیه او د مایعاتو ورکول ډېر کړي.
- مور یا د ماشوم څارونکي ته دې یادونه وشي چې د ماشوم واکسینونو ته د ماشوم د واکسین د کارت د جدول مطابق دوام ورکړي؛
- معلومه کړئ چې آیا د ماشوم پایواز پوهېدلی دی چې درمل څه ډول او څه وخت ماشوم ته ورکړي؛
- د ماشوم مور یا پالونکې ته دې توصیه وشي څو ماشوم له دوو ورځو څخه وروسته د بیا چک او معاینه کولو لپاره راولي؛
- د ماشوم مور يا پالونکې ته دې توصیه وشي څو په لاندې حالاتو کې ماشوم په چټکۍ سره روغتیایي مرکز ته راولي؛
- د ناروغۍ ډېرېدل؛
- د خوړو نه خوړل یا د مور شېدو نه اخیستل؛
- د لوړې تبې پیدا کېدل (۵.۳۸سانتي ګراد) او يا تر دې اندازې لوړ وي؛
- چټک یا ستونزمن تنفس.
د نمونیا یا سینه وبغل واکسین (P.C.V)
د نمونیا واکسین د یو ډول کپسول څخه جوړ شوی، چې د خوږو (پولي سکراید یا شکر) په واسطه پوښل شوی دي. د دې واکسین په تطبیق سره کولای شو د سینه و بغل د ناروغۍ مخنیوی وکړو.
دغه واکسین په دریو دورو کې په لاندې سنونو کې تطبیق کېږي.
۱- لمړی ځل د ۶ اونیو په عمر کې(P.C.V1 )؛
۲- دوهم ځل د ۱۰ اونیو په عمر کې(P.C.V2)؛
۳- درېم ځل د ۱۴ اونیو په عمر کې(P.C.V3 ).
باید چې د هرې دورې تر منځ لږ تر لږه ۴ اونۍ ځنډ وي او دغه واکسین باید د شپږو اونیو څخه کم عمره او له درویشتو څخه لویو ماشومانو ته تطبیق نشي.
د سینه وبغل(P.C.V) واکسین کومو ماشومانو ته باید تطبیق نشي؟
۱- شدید حساسیت د دغه واکسین د لومړي دوز یا د هغو واکسینونو سره چې په خپل جوړښت کې د دیفتري واکسین لري. د پنځه ګوني واکسین په شمول، لکه خارښ لرونکې بخارکونه، زړه تنګوالی، ګانګې، (د سترګو،شونډواو ژبې) پړسوب او داسې نور.
۲- ټولې هغه شدیدې او متوسطې ناروغۍ چې په هغې کې د ماشوم تبه له (C0۳۹) څخه لوړه وي، په دې حالت کې ماشوم ته واکسین نه ورکول کېږې بلکي له کورنۍ څخه یې دې وغوښتل شي څو ماشوم وروسته له ښه کېدو څخه د واکسین لپاره روغتیایې مرکز ته مراجعه وکړي.
د(P.C.V) یا سینه وبغل واکسین له تطبیق څخه وروسته احتمالي غبرګونونه
۱- نارمل یا عادي غبرګونونه، لکه خارښ او ژړا (ډېر معمول دي)؛
۲- کلکوالی او پړسوب په تطبیق شوې ناحیه کې؛
۳- تبه او نارامې په ۲۴ ساعتونو کې.
د یوې قاعدې په اساس دغه ټولې پېښې او غبرګونونه به د لنډ مهال لپاره دوام وکړي او د واکسین په دوهم ځلې تطبیق سره به هومره د بدن غبرګونونه نه وي لکه په لومړي ځل تطبیق سره چې لیدل شوي وو. داسې ډېر کم حالت به وي چې دا ډول پیښې به په جدي توګه لیدل شوې وي. څیړنې ښيې هغه علایم او نښې چې پورته ترې یادونه وشوه په زیاته کچه او لږ مساوي ډول په واکسین شویو ماشومانو او نه واکسین شویو ماشومانو کې لیدل شوې دي.
د واکسیناسیون د ملي اونۍ پیغامونه
۱- درنو میندو او پلرونو! راځئ چې د واکسینونو په تطبیق سره خپل مسولیت د خپلو ځانونو او خپلو کوچنیانو د روغتیا د ښه والي په وړاندې ترسره کړو؛
۲- واکسینونه بې ضرره دي تر دې چې تاسې کولائ شئ ناروغ ماشومان د کومې اندېښنې پرته واکسین کړئ؛
۳- ټولې نجونې او ښځې چې د ۱۵څخه تر ۴۹ کالو په عمر کې دي، باید د ګلې یا ټیټانوس د واکسین پنځه دورې بشپړي کړي څو خپل ځان او خپل راتلونکي ماشومان د دغې ناروغۍ په وړاندې وقایه کړي؛
۴- واکسین د هر ماشوم حق دی، خپل د دوه کلونو څخه ښکته ماشومان د ماشومتوب په دوره کې د لسو وژونکو ناروغیو په وړاندې ډېر ژر په نږدې روغتیایې مرکزونو کې واکسین کړئ؛
۵- د واکسین کارت یو ډېر مهم او حیاتې سند دی، د هغې په ساتنه کې ډېره پاملرنه وکړئ او هر ځل روغتیایې مرکز ته په راتلو سره د خپل ځان او خپلو ماشومانو د واکسین کارتونه له ځان سره راوړئ؛
۶- درنو میندو او خویندو! خپل ځانونه او خپل ماشومان همدا نن واکسین کړئ سبا به ډېره ناوخته وي.