د روغتيايي مراقبتونو د چمتو کوونکيو ځان پالنه (ځانته پاملرنه)

د هر روغتيايي مراقبت چمتو کوونکي له پاره دا مهمه ده چې خپلې روغتيا او سلامتۍ ته ډېره پاملرنه وکړي، څو ډاډه شي چې له فزيکي او احساسي پلوه چمتو دی او کولی شي چې له نورو سره مرسته وکړي.

له ځانه مراقبت وکړي څو له نورو څخه هم په ښه توګه مراقبت وکړی شئ.که چېرې په يوه ټيم کې کار کوئ، د خپلو همکارانو سلامتيا ته هم پاملرنه وکړئ.

د سترس تحریک کوونکيو ( رواني فشار) او سترس په بېلابېلو ډولونو باندې پوهيدل او د ورځني سترس، مخ پر زياتيدونکي سترس، تر منځ تفريقي تشخيص.

څه شي زما د سترس لامل کېږي؟

څه شی ماته قوت او وړتيا راکوي؟

د سترس د مديريت لاروچارو پېژندل او د ځاني مراقبت ستراتيژۍ تطبیق.

پر دې پوهيدل چې ټولنيز او جوړښتي ملاتړ څنګه د  قربانيانو د کار زېږنده فشار کمولی شي.

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top