د رواني ناروغیو لارښود

روحي ټولنیزئ ستونځی او رواني ناروغی په افغانی ټولنه کی ډیری شونی دی.تر ۵۰ ٪ څخه ډیر خلک کیدلی شی د یوی روانی ستونځی رنځ یوسي. رواني ستونځې په لوړه کچه بې وسې یا معیوبیت منځته راوړي او د افغاني ټولنې په اوږو پیټی ګرځي. په داسې حال کې چې د رواني ناروغیو د متخصصینو په نشتون کې ګرانه ده چې د خلکو لپاره تخصصی خدمات وړاندې شی. په داسې حال کې چې په زرهاوو ناروغان شته دي، د رواني روغتیا خدمات په هېواد کې ډیر محدود دی. د ټول هیواد په سطحه یواځې یو روغتون او یو څو بستره په عمومي روغتونونو کې شته دي. همدارنګه د رواني خدمات په لومړنۍ روغتیا پاملرنې یا PHC کې ډیر محدود دی. که چیرته د لمرنیو څارنو روغیتایي کارکوونکی وروزل شي. دوی کولی شي چې ډیرو اخته کسانو ته خدمات وړاندې کړي. ډیر په رواني ناروغیو اخته کسان، لمړنیو مراقبتونو ته مخه کوي.   

   د رواني ناروغیو لارښود کولای شئ د پي ډي اف په بڼه له لاندې لینک نه ډاونلوډ کړئ.

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Scroll to Top