د دېوان‌بیګي کلینیک د نرسېنگ څانګه

د دېوان‌بیګي کلینیک د نرسېنگ څانګه، چې په پرمختللو وسایلو سمبال ده، د مجربو مسلکي ډاکترانو او نرسانو لخوا پرمخ وړل کېږي.

په دغې څانګه کې ناروغانو ته لاندې خدمتونه ترسره کېږي:

  • د ټولو بېړنیو ناروغانو درملنه د متخصصو ډاکترانو تر سپارښتنې لاندې سرته رسېږي.
  • د مجرب نرس لخوا د کنول، پېچکاري او سيروم تطبيقول.
  • د جراحي په مجهزو او پاکو طبي سامان آلاتو باندې د کوچنۍ جراحي پروسیجرونه ترسره کول.
  • په تعقيم شویو، پاکو او مجهزو سامان آلاتو باندې د زخمونو ګنډل او کوک ويستل.
  • فولي کتیتر (مثانې پیپ) اچول او ویستل.
  • په باکیفیته او سټنډرډ ماشین باندې د زړه ګراف (ECG) اخيستل.
  • د اکسيجن په سټنډرډو ماشينونو او د اکسيجن په بالونونو (ډبو) باندې ناروغانو ته اکسیجن ورکول.
  • د مجهز نیبولایزر (د تنفسي درملو د تطبیق لپاره) ماشین درلودل.
  • په بېړنۍ خونه کې د بېړنیو ناروغانو لپاره د درملو شتون.
  • په مانيتور ماشين باندې د ټولو سراپا ناروغانو د حیاتي علایمو کتل او د اړوند ناروغ په دوسیه کې درج کول.
  • په بېړنۍ خونه کې د نارینه او ښځینه  ناروغانو لپاره د دوه جلا؛ (نارینه او ښځینه) ډاکترانو او نرسانو لخوا خدمتونه ترسره کېږي.

کوچني جراحي پروسیجرونه

سنتول یا ختنه

په دېوان‌بیګي کلینیک کې عمومي جراحي د متخصص ډاکتر لخوا د ماشومانو سنتول د معیاري میتودونو په پام کې نیولو سره په تعقيم شویو او پاکو مجهزو سامان آلاتو باندې ترسره کېږي. د اړتیا په صورت کې د ډاکتر لخوا ورته نسخه او لازمې لارښوونې ورکول کېږي. د پانسمان لپاره ناروغ ته د بیاځلې راتګ نېټه ښودل کېږي.

د کوک وهل (زخم ګنډل) او ويستل

په دېوان‌بیګي کلینیک کې کوک وهل (د زخمونو ګنډل) او د کوک ویستل په خوندي طریقه او په تعقیم شویو سامان آلاتو باندې ترسره کېږي.

 ناروغ ته د زخم د ساحې د ساتلو په موخه لازمې لارښوونې هم ورکول کېږي. ژور زخمونه چې شدیده وینه بهېدنه ولري، په مسلکي ډول ګنډل او  پانسمان کېږي.

 د اړتیا په صورت کې ناروغ، نورو روغتیايي مرکزونو ته د درملنې په موخه لېږل کېږي.

د زړه ګراف (ECG) اخيستل

د زړه ګراف د زیات عمر لرونکو، فشار او شکرې ناروغانو لپاره اړینه معاینه ګڼل کېږي، چې د زړه د ناروغیو، د بدن د الیکترولایتونو (کلسیم، پوتاشیم، سودیم، مګنیزیم) د زیاتوالي، کموالي او نورو ناروغیو په تشخیص کې خورا لوی رول لوبوي. تاسو کولای شئ، د زړه برقي ګراف د دېوان‌بیګي په کلینیک کې د مجرب نارینه او ښځینه نرس لخوا په ارزانه بیه ترسره کړئ. همدارنګه د ناروغ په غوښتنه د نوموړي ناروغ د زړه ګراف د داخلې متخصص ډاکتر ته د لازمو مشورو ورکولو په موخه ورښودل کېږي.

زرقیات

په دیوان‌بیګي کلینیک کې په لوړې او مسلکي طریقې سره د کنول وهل، د رګ له لارې د درملو تطبیق او د غوښې له لارې د درملو تطبیق سرته رسېږي.

د ټولو سراپا ناروغانو د حیاتي علایمو کتل او د ناروغ په دوسیه کې لیکل 

هر ناروغ چې دېوان‌بیګي کلینیک ته راځي، نو لاندې خدمتونه ورته ترسره کېږي:

  • د وینې فشار کتل
  • د قد اندازه کول
  • د ناروغ په وینه کې په پلز اوکسي متر آلې باندې د اکسیجن معلومول
  • د ناروغ د وزن معلومول
  • د ‌BMI  (قد او وزن تر منځ نسبت) کتل او لازمه مشوره ورکول
  • اړوندو ډاکترانو ته د ناروغانو ریفر کول

د نرسېنګ په څانکه کې د ناروغ ثبتول

کله چې د دېوان‌بیګي کلینیک نرسېنګ څانګې ته ناروغ مراجعه وکړي، لومړی په ډېرې مهربانۍ ورسره روغبړ کېږي، ناروغ  ته دوسیه اچول کېږي او  په دوسیه کې ورته نوم، د پلار نوم، عمر او آدرس لیکل کېږي. همدارنګه  د ناروغ د قد اندازه کول، وزن کتل او د حرارت درجه کتل کېږي او وروسته په الکترونیکي سیستم کې راجستر کېږي.

د نرسېنګ څانګې نرخپاڼه

شمېرهخدمتبیه
۱فشار کتل/ مشورهوړیا
۲د زړه برقي ګراف (ECG)۱۰۰ افغانۍ
۳سنتول یا ختنه۵۵۰ افغانۍ
۴کوک وهل (في کوک)۱۰۰ افغانۍ
۵کوک ويستل۱۵۰ افغانۍ
۶د رګ پېچکاري۲۰ افغانۍ
۷کنول وهل۳۰ افغانۍ
۸د عضلې پيچکاري۲۰ افغانۍ
۹د سيروم تطبيق۵۰ افغانۍ
۱۰وړوکی پانسمان۵۰ افغانۍ
۱۱فولي کتيتر (مثانې پیپ) اچول۱۰۰ افغانۍ
۱۲فولي کتيتر ويستل۵۰ افغانۍ
۱۳د اکسيجن ورکول(في ساعت)۱۵۰ افغانۍ
۱۴متوسط پانسمان۱۰۰افغانۍ

د نرسېنګ څانګې کاري وختونه: هره ورځ له شنبې نه تر پنجشنبې، د سهار له ۸ بجو څخه د ماښام تر ۷ بجو پورې.

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top