د دېوان‌بیګي کلینیک د غاښونو څانګه

د دېوان‌بیګي کلینیک د غاښونو څانګه، چې د دوه جلا نارینه او ښځینه ډاکترانو لخوا پر مخ وړل کېږي، ناروغانو ته لاندې معیاري خدمتونه وړاندې کوي.

د غاښونو چک اپ یا معاینه (د غاښونو کتل او مشوره)

په دېوان‌بیګي کلینیک کې د جلا نارینه او ښځینه ډاکترانو  لخوا د غاښونو معاینه او مشوره وړیا ورکول کېږي او نوموړو ناروغانو ته د غاښونو د تداوۍ لپاره طرحه او همدارنګه د غاښونو روغ پاتې کېدلو لپاره لازمې مشورې ورکول کېږي. هر انسان مکلف دی، چې په هرو ۶ میاشتو کې یو ځل د غاښونو ډاکتر ته ولاړ شي او د غاښونو ډاکتر د هغه غاښونه معاینه او لازمې مشورې ورکړي، ترڅو د دوی غاښونه له خرابېدلو څخه وژغورل شي.

د غاښونو پاکول (سکېلېنګ)

سکېلېنګ د غاښونو د منګ پاکولو لپاره ترسره کېږي. د غاښونو منګ  معمول دی. د هر انسان غاښونه منګ لري، خو اندازه یې توپیر کوي. هغه خلک چې د خپلو غاښونو حفظ الصحه مراعاتوي، تر ډېرې اندازې پورې یې د غاښونو د منګ اندازه کمه وي.

 هغه خلک چې د خپلې خولې او غاښونو حفظ الصحه نه مراعاتوي یا په هغو سیمو کې چې دوی ژوند کوي، د څښلو په اوبو کې یې د هغو موادو اندازه زیاته وي، چې د غاښونو د منګ لامل ګرځي او له دې سره سره بیا هم د خپلو غاښونو حفظ الصحه نه مراعاتوي، نو د دې امکان شته، چې غاښونه یې زیات منګ ونیسي.

 موږ باید په ۶ میاشتو کې یو ځل د خپلو غاښونو د منګ پاکولو په موخه د غاښونو ډاکتر ته مراجعه وکړو او د خپلو غاښونو منګ پاک کړو، خو که چېرې موږ د خپلو غاښونو منګ پاک نه کړو، نو د غاښونو د چینجن کېدو، د خولې د بدبويۍ، د ژامې د التهاب، او تجزیې لامل کېږي.

د غاښونو ډکول

 غاښونه باید هغه وخت ډک کړای شي، کله چې په غاښونو کې خالیګاه (ژوروالی) رامنځته شي. له ډېرو خلکو سره به دا پوښتنه پیدا کېږي، چې ولې خپل غاښونه ډک کړو؟ دا ځکه چې د غاښونو د ډېرو خرابېدو او د غاښونو له ویستلو څخه خپل غاښونه وژغورو.

موږ باید خپل غاښونه په خپل وخت معاینه او تداوي کړو، هر څومره چې خپل غاښونه ژر تداوي کړو ښه دی، ځکه که چېرې یو غاښ په خپل وخت سره تداوي نه شي، هغه غاښ ویستلو ته اړتیا پيدا کوي، چې دا کار موږ ته له خپلې روغتیا سره بې‌پروایي راښیي.

 په دېوان‌بیګي کلینیک کې د غاښونو ډکول په لوړ کیفیت لرونکو موادو لکه لایزري موادو، ګلاساینومیر، املګم او داسې نورو سره، چې نړیوال شهرت لري ترسره کېږي.

د غاښونو ویستل

دا پروسیجر هغه وخت ترسره کېږي، چې غاښونه په نورو مېتودونو باندې د تداوي کېدلو وړتیا ونه لري یا هم هغه د شیدو غاښونه، چې خپله دوره يې بشپره کړې وي او ونه لوېږي باید وويستل شي، که د شیدو غاښونه په خپل وخت ونه ویستل شي د دایمي غاښونو د غیر منظم راوتلو لامل ګرځي.

 هغه دایمي غاښونه چې له ویستلو پرته د درملنې بله لار ونه لري، د هغو غاښونو په خوله کې  پاتې کېدل ژامې ته د زیان رسېدلو، د خولې د بدبويۍ او د نورو غاښونو د خرابېدلو لامل ګرځي.

په دېوان‌بیګي کلینیک کې لاندې غاښونه په موثر او خوندي ډول ویستل کېږي:

  • د عقل غاښ
  • د شیدو خراب شوي غاښونه

د غاښونو پوښول

که چېرې یو غاښ په خپل وخت سره تداوي نه شي، ډېر امکان لري، چې پوښولو ته اړتیا پیدا کړي. مخکې له دې چې ستاسو د غاښونو د جوړښت ډېره برخه له منځه لاړه شي، باید د غاښونو  ډاکتر ته د پوښولو لپاره مراجعه وکړئ.
 د غاښونو اکسرې (د غاښونو عکس اخیستل)

 د غاښونو تداوي کول پرته له اکسرې څخه ناقصه تداوي ده، ځکه تر هغو پورې چې د غاښونو ډاکتر اکسرې ونه ګوري په دې نه پوهېږي، چې د غاښونو میکروب په کوم پړاو کې دی او د غاښ ریښه څه ډول سیر لري.

د غاښونو اکسرې اخیستل د لاندې موخو لپاره اړینه ګڼل کېږي:

  • د غاښونو د چینجن کېدلو د اندازې معلومول
  • دا چې غاښ څومره له منځه تللی دی
  • دا چې د غاښونو خرابوالی په کوم پړاو کې دی
  • د شیدو او دایمي غاښونو له ډکولو او درملنې څخه مخکې

په دېوان‌بیګي کلینیک کې په ډیجیټل اکسرې ماشین باندې د ټولو ناروغانو اکسرې په وړیا توګه اخیستل کېږي، وروسته له هغې یې مناسبه، معیاري درملنه پیلېږي.
په شعاع باندې د غاښونو سپینول  

کوم غاښونه چې دننه رنګ یې بدل شوی وي، د غاښونو په سکېلر وسیلې باندې نه پاکېږي، خو په شعاع باندې بدل شوی رنګ خپل طبیعي حالت ته راګرځوي.

نرخپاڼه

شمېرهد خدمتونو ډولفيس
۱د غاښونو چک اپوړیا
۲د غاښ ویستل۱۵۰افغانۍ
۳د عقل د غاښ ویستل۳۰۰ افغانۍ
۴د غاښونو مینځل۵۰۰ افغانۍ
۵د غاښ طلائي پوښ۷۰۰ افغانۍ
۶د غاښ نقره ئي پوښ۶۰۰ افغانۍ
۷پرسلین۹۰۰ نه تر ۱۵۰۰ افغانۍ
۸د غاښ ډکول په املګم سره۸۰۰ افغانۍ
۹د غاښونو مکمل مصنوعي سېټ۸۰۰۰ نه تر ۲۰۰۰۰ افغانۍ
۱۰ارتودانسي یو میاشتنی۲۵۰۰ افغانۍ
۱۱د لایزر په کمپوزېت موادو سره د  غاښونو ډکول1. Solar X = 1500 Afs 2. Ivo clar = 1000 Afs 3. NT premier = 800 Afs 4. Composite = 800 Afs

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Scroll to Top