دیوان بیګی کلینیک ته ښه راغلاست

ګرانو هیوادوالو او قدرمنو ناروغانو!

دیوان بیګی کلینیک ته ښه راغلاست او خوښ یوو چې موږ ستاسو سره مرسته کوو، چې بیرته روغ رمټ شئ.

زموږ هڅې او کارونه د هغه آرمان څخه سرچینه اخلي، چې زموږ کلینیک په دیوان بیګي او شاوخوا سیمه کې میشت افغانانو ته په زیاترو روغتیایی ستونځو کې د اعتبار او باور وړ روغتیایی مرکز وګرځي.

د کلینیک د جوړیدو او فعال کيدلو وروسته، دا دی میاشت په میاشت دغه کلینیک ته لا زیات خلک مراجعه کوي. کله چې ناروغ یو ځل کلینیک وګوری، معاینات او درملنه وکړي، بیا نو د هر ډول ستونځې په حالت کې کلینیک ته راځي.

په وروستیو میاشتو کې مو د داخلي او خارجي ډاکترانو لخوا د کلینیک بیلابیلو برخو باندې کتنې وشوی او د لا ښه کیدلو لپاره موثر تصمیمونه ونیول شول. او هم په بیلابیلو برخو کې د داخلي او بهرني ډاکترانو لخوا د کلینیک ډاکترانو، نرسانو او نورو کارکونکو ته ترېنینګ عملي شو، دغه ترېنینګ زیاتره په طبي برخه ( تشخیص او تداوی) او هم د ناروغانو سره په برخورد او ښه تنظیم په برخو کې عملي شو.

اوس کلینیک ته هر ناروغ ته چې راځي، ټول تشخیص او تداوی یې راجستر کیږي. کله چې دغه ناروغ بیا کلینیک ته راځي، نو د دوسیې سره بيا ډاکتر ته ورځي. دغه کار د ناروغۍ په تشخیص او درملنه کې ډیر موثر تمامیږي. ډاکتر کولائ شي، چې پخواني معاینات د نویو معایناتو سره پرتله کړي ، او وګوري چې ناروغي په ښه کیدو یا خرابېدو کې ده. همدا شان د پرتلې په آساس کولائ شي پوه شي،  چې ورکړل شوي درمل تاثیر کړی او که نه!

په وروستیو میاشتو کې یو نوی او مډرن التراسوند ماشین واخستل شوو، چې د حامله ښځو لپاره ډیر ضروري دي. دغه تلویزوني معاینه د ماشوم د روغتیا او انکشاف په هکله مهم معلومات ورکوي. کېدای شي چې جنس یې معلوم کړي. د غوښتنې په صورت کې میندو ته د راتلونکي زوي یا لور لمړی عکس هم ورکول کيږي.

د سیمې اوسیدونکيو د غوښتنې په آساس اوس هره ورځ په کلینیک کې خپل اولادونه سُنت (ختنه) کولائ شي.

موږ خپل خدمات په وروستیو درېو کلونو کې لا پراخ کړي دي، تر څو د سیمې د اوسیدونکو زیاتره روغتیایی ستونځو ته ځواب وویلی شوو.

موږ د ټولو خپلو ناروغانو څخه د زړه له کومې مننه کوو ، چې په ورستیو کلونو کې یې په کلینیک اعتبار کړی چې د ژوند په یوه ډیره موهمه برخه کې موږ ته مراجعه کړی ده.

همدا شان د سیمې د نورو اوسیدونکو څخه هیله کوو، چې یو ځل دې کلینیک وګوري، یو ځل دې دلته د کلینیک خدمات امتحان کړي انشاءالله بیا به نور لرې ځایونو ته نه ځي.

د مجرب ډاکترانو ، مجهز وسایلو، پاکۍ تر څنګ ستاسو کورونو ته کلینیک نیږدېوالی یو مهم معیار دی چې ټوله ورځ، د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د سهار د آتو بجو تر اتو بجو د کلینیک ټولې څانګې (داخله، درملتون، لابراتوار…) ستاسو په خدمت کې دي.

خدای وکړي چې راشی خپل کلینیک خوښ کړئ او روغ شئ.

Scroll to Top