د عمومي جراحۍ څانګه کې مجرب ترېنر متخصص ډاکتر ښاغلی احمد مجیب احمدي په اونۍ کې یوه ورځ (پنجشنبه) د درنو هېوادوالو په چوپړ کې دی.
ګرانو هېوادوالو! نوموړی ډاکتر دلاندې ناروغیو تشخیص او درملنه کوي:
- د سینې (ثدیې) د سرطان، التهاب او ښنځي (ابسې) د ناروغیو او نورو آفتونو درملنه او جراحي
- د تایراید (جاغور) ناروغۍ درملنه او جراحي
- د هضمي سیستم د ناروغیو درملنه او جراحي
- د مرۍ (esophageal) د ناروغیو او سرطان درملنه او جراحي
- د ځیګر، د صفرا کیسې او پانقرانس (پانکراس) د ناروغیو درملنه او عملیات
- د معدې او کولمو د ناروغیو درملنه او عملیات
- د بواسیر، فشر او ساینس (sinus) درملنه او جراحي
- د هر ډول چورې (هرنیا) عملیات
- د رګونو د ناروغیو درملنه او جراحي
که چېرې پورته ذکر شوې او یا دې ته ورته نورې روغتیایي ستونزې لرئ، نو د دیوانبیګي کلینیک د عمومي جراحۍ ترېنر متخصص ډاکتر به له تاسو سره د جراحۍ اړوند ستونزو په حل کولو او درملنه کې مرسته وکړي.
کاري وخت: د پنجشنبې ورځ، د سهار له۳۰ : ۱۰ نه د ماسپښین تر ۲ بجو پورې.
ستاسو روغتیا زموږ هیله ده!