احمدالله خالقي د خان آقا زوی د وردګو ولایت د بند چک ولسوالۍ د ګلدانو د کلي اصلي اوسېدونکی، د انبوخاک عالي لېسې څخه فارغ شوی او په ۱۳۹۳ لمریز کال یې د غضنفر روغتیایي علومو انستیتوت څخه د لابراتوار سند ترلاسه کړی دی. په ۱۳۹۴ لمریز کال یې په میوند روغتون، اندراګاندي (صحت طفل/د ماشوم روغتیا) روغتون او جمهوریت روغتونونو کې د ستاژ دوره بشپړه کړې ده. په ۱۳۹۴ لمریز کال یې په الحیات روغتون کې دنده پیل کړه، په ۱۳۹۵ لمریز کال یې په سپین غر او دیوانبيګي کلینیک کې دنده پیل او په ۱۳۹۸ کال یې په مسلم معالجوي روغتون کې هم دنده پیل کړه، چې اوسمهال په دیوانبیګي کلینیک او مسلم روغتون کې خپله دنده پر مخ وړي.
احمدالله خالقي په دیوان بيګي کلینیک کې د هر ډول معایناتو په ترسره کولو برلاسی دی؛ لکه د شکر د وینې غوړ، د ځیګر، پانکراس، ګردو، معدې، د زړه انزایمونه، هورموني او حیواني محرقه، انساني محرقه او داسې نور…
لب ټکنالوجېست لاندې روغتیایي خدمتونه ترسره کوي.
- له ناروغ سره ښه چلند کول
- – په مناسب ډول سمپل اخیستل
- د لابراتوار د موادو او سامان آلاتو نظافت مراعاتول
- په لوړ کیفیت معاینات اجرا کول
- د لوړ کیفیت موادو کارول
- له لابراتواره د تاریخ تېرو موادو ویستل
- په مناسب وخت د موادو د کمښت راپور ورکول
کاري وخت: له شنبې نه تر پنجشنبې د سهار له ۸ بجو نه د مازدیګر ۴ بجو پورې