د ديوان بيګي کلينيک په اړه

د ديوان بيګي کلينيک په اړه

د دیوان بیګي کلینیک هره ورځ د سهار له اتو (۸) بجو څخه د ماښام تر (۷) بجو پورې د ناروغانو په چوپړ کې دي . ديوان بيګي کلينيک د عامې روغتيا وزارت سره راجستر او رسمي جواز لري. د يو مجهز روغتيايي مرکز په توګه د ۱۳۹۵هـ ش کال را په دې خوا خپلو هېوادوالو ته روغتيايي خدمتونه په لوړ کيفيت او مناسب قېمت وړاندې کوي.

په دې کلينيک کې د هر ناروغ د ثبت او تعقيبولو سيستم (Medical Record) موجود دی. يو شمير آلماني ډاکټران او په اروپا کې ميشت افغان ډاکټران د کلينيک ډاکټرانو او طبي پرسونل ته په دوامداره توګه په خپلو اړوندو څانګو کې ټريننګ (On the Job Training) ورکوي.

اوس په ديوان بيګي کينیک کې د ناروغانو تشخیص او درملنې د تلې ميډيسن Telemedicine له لارې د اروپايي متخصصينو تر نظارت لاندې هم کیږی.

دا کلینیک له خورا ابتدایي طبي خدماتو تر پرمختللو او مزمنو ناروغیو پورې د تشخيص او درملنې علاوه، د ناروغانو د پوهاوي په برخه کې هم لازمې مشورې ورکوي.

د ديوان بيګي کلينيک څانګې

عمومي داخله، د ماشومانو داخله، نسايي- ولادي او مجهزه ولادت خونه، د کورنۍ لارښود، التراسوند ، د غاښونو څانګه، اورتوپیدي څانګه ،لابراتوار،نرسېنګ، درملتون، د واکسین څانګه، خوارځواکي ،رواني مشوره، تېلې ميديسن Telemedicine   ، ترېنېنګ Training

روغتیایي لارښونې چې د ناروغیو په وقایه او تداوي کولو کې مهم رول لري، د کلینیک لخوا  په وړیا ډول ورکول کیږي.

د ماشومانو داخله

په دې څانګه کې د دوو مجربو او متخصصو ډاکټرانو لخوا د نویو زيږېدلو ماشومانو څخه تر اتلس کلنۍ پورې د ماشومانو د ټولو داخله ناروغیو، د تغذیې، ودې او نمو، د نوي زیږېدلو ماشومانو روټین چک آپ، کمخوني، د وینې کموالی، د قد ټیټوالی، د شپې لخوا په بستر کې  بولې، اختلاجي حملات، دماغي تأخیر او وروسته والی او د نورو بېلا بېلو انتاني نارغیو تشخیص او درملنه کیږي.

د عمومي داخلې څانګه

په دې څانګه کې د دوو مجربو او متخصصو ډاکټرانو لخوا د هر ډول داخله نارغیو تشخیص او درملنه کېږي. د عمومي داخلې ټولې ناروغۍ په خورا ښه ډول او مناسبه توګه چې د خلکو اقتصاد هم پکې په پام کې نیول شوی وي، تداوي کیږي. همدارنګه هر ناروغ ته د درملو مناسب استعمال او وخت ورښودل کیږي.

د کورنۍ لارښود

د زيږون ترمېنځ د واټن ورکولو  په اړوند  د دیوان بیګي کلینیک لخوا مشورې ورکول کیږي.

نسایي- ولادي او مجهزه ولادت خونه

په دیوان‌بیګی کلینیک کې هره ورځ د سهار له اتو (۸) بجو څخه د مازدیګر تر څلورو (۴) بجو پورې د نسايي ولادي متخصصه ډاکټره ستاسو محترمو ناروغانو په چوپړ کې ده.

 په نسايي څانګه کې هغه ټولې نسايي ناروغۍ چې په ښځو او انجونو پورې اړه لري، په ښه توګه تشخیص او په عصري(مډرن) ډول تداوي کېږي.

التراسوند

د التراسوند (تلویزیوني معاینات) څانګه د متخصصې ډاکترې په واسطه ټول نسایی او ولادي ناروغان معاینه او تشخیص کېږي.

اورتوپیدي

د اورتورپیدي څانګه د یو با تجربه د هډوکو متخصص ډاکتر په واسطه په اونۍ کې یوه ورځ (سې شنبې) د هېوادوالو په چوپړ کې ده. که ستاسې  هډوکي، جوړښتونه، بندونه ستونزه ولري لکه د ملا درد، د پښو درد، د لاسونو درد، روماتیزم، کسرونه او داسې نورې ستونزې ولرئ، د دیوان بیګي کلینیک د اورتوپیدي متخصص به ستاسو سره د غیر جراحي میتود په کارولو  د بدن د عضلاتو سیستم ستونزې په حل کولو کې مرسته وکړي.

د غاښونو څانګه

دا مجهز څانګه د یوې ښځينه او یو نارينه ډاکتر لخوا د غاښونو د مدرن اکسرې په لرلو سره، د سېمه ایزو خلکو په چوپړ کې دی. د غاښونو درملنه، ډکول او د وړې جراحۍ عملیې ترسره کېږي.

نرسېنګ

د نرسنګ څانګه  د یو تجربه لرونکي او مسلکي نرس په واسطه مختلف پروسیجرونه ترسره کیږي لکه: د زخم پانسمان، د زرقیاتو تطبیق، سیروم تېرول، کنول لګول، بخار ورکول د ماسک په زریعه اکسیجن ورکول، د زړه برقي ګراف اخیستل، د وینې فشار چک کول، صغیره جراحي، فولي کتیتر اچول او ایستل، د سوځېدلو زخمونو پانسمان کول، کوک وهل او ایستل او داسې نور.

لابراتوار

دغه څانګه په پر مختللو ماشینونو سمبال دی لکله: لکه CBC، مایکرولب، آیکروما 2، میکروسکوپ، سنټرفیوژ، واټرباټ، رولر مېکسر او شکر مېکسر، چې د دغه ماشین آلاتو په واسطه هر ډول معاینات لکه: هیماتولوژي، سیرولو‌‌ژي، بیوشمي، پرازیتولوژي، باکتریالوژي او ویرولوژي معاینات ترسره کېږي.

واکسین

په دیوان بیګي کلینیک کې د واکسین څانګه هم شتون لري چې ماشومانو او میندو ته په وړیا توګه واکسین ورکوي.

د دیوان بیګی کلینیک واکسین څانګې ته واکسین د عامې روغتیا وزارت د کتلوي معافیت د ریاست لخوا ورکول کیږي تر څو ښځینه مراجیعینې او د هغوي ماشومان بې له کومې ستونزې په وړیا توګه واکسین کړي.

درملتون

تاسو کولای شئ چې د با اعتباره نړیوالو کمپنیو د ښه کیفیت لرونکي درمل دلته تر لاسه کړئ.

خوارځواکي 

د خوارځواکۍ پروګرام  ماشومانو، امېدوارو او شیدې ورکوونکو میندو ته په وړیا توګه غذایي مواد، درمل او خدمات رسوي.

تېلې ميديسن  Telemedicine

اوس
دیوان بیگی کلینیک د تلې میډیسن
له لارې د هغو ناروغانو په تشخیص او تداوۍ کې چې زموږ ډاکتران پاتې راشي، د هغوی مکمله
دوسیه د انترنیت له لارې په اروپا کې ډاکترانو ته لېږل کېږي او د هغوی سره بیا مشوره
کېږي.

رواني مشوره

هغه کسان چې رواني ستونزې ولري د یوې مشاورې لخوا ورته د رواني ناروغیو او روحي ستونزو  وړیا تداوي او مشورې ورکول کیږي. هغه کسان چې عقلي او عصبي ستونزې لکه:

د زړه تنګوالی ، خوب کې ستونزې، سستي او کسالت، له ژوند څخه خوند نه اخستل، ډېر ژر په غصه کېدل او ژر جنګ کول، ګوشه ګیر او ځانته والی، له ټولنې او خلکو څخه وېره لرل، شک او بد ګماني درلودل، غیبي اوازونه اورېدل، جنسي اوداسې نور ستونزې ولري د یو متخصص ډاکتر لخوا تداوي کیږي. leo.

ترېننګ

په ډېره خوښۍ سره د دیوان بیګي په کلینیک کې د ترېنېنګونو لړۍ د ډېر وخت څخه روانه ده، چې د ځانګړو متخصصینو لخوا چې ښه تکړه، با تجربه او په دولتي روغتونونو کې دندې لري، د دیوان بیګی کلینیک صحي پرسونل ته، په مختلفو څانګو کې ترنینګونه ورکول کیږي.

که غواړئ ښه روغتیا تر لاسه کړئ دیوان بیګي کلینیک، څلورمه کوڅه، پینځمه ناحیه، کابل افغانستان ته مراجعه وکړئ! 

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top