هېڅ کله بې د ډاکتر د اجازې د میکروب ضد درمل مه استفاده کوئ.
لویانو او ماشومانو ته مو په خپل سر درمل مه اخلئ هغه که يوه شي ته ګټه لري لس نورې ناروغئ منځ ته راوړي.
درمل په کور کې باید لوړ، وچ، منظم ځای کې کېږدئ او د درملو د ساتلو نورې اړينې لارښونې په پام کې ولرئ ترڅو مو درمل خپل خاصیت د لاسه ور نه کړي او د ماشومانو څخه محفوظ وي.
هر درمل چې اخلئ یا یې خورئ نو اول ښه ځان پرې پوه کړئ د داکتر یا د صحي کارکوونکي سره مشوره وکړئ د استفادې په اړه کله چې د درملو د خوراک په طریقه پوه نه شوئ نو مه یې خورئ.
کله چې حمل واخلئ د ډاکتر د مشورې پرته د درملو د اخستلو څخه جدا ډډه وکړئ تر څو ماشوم او ستاسو وجود ته ضرر ونه رسوي.
هر هغه درمل چې د خپلې اندازې څخه زیات وخوړل شي هغه په زهرو بدلېږي او د انسان د مرګ سبب کېږي.
د بې ځایه درملو خوړل ټول بدن ته زیان رسوي.
ماشومانو ته مو هېڅ کله وچ چوشک مه ور کوئ ځکه هغه یو ځل په خوله کې نیسي بیا یې په جامو لګېږي نو په هغه وېښته او نور میکروبونه ټولېږي او ماشوم یې په خوله کې نیسي نو د ماشوم د ناروغۍ سبب کېږي.
هر درمل چې تاریخ، نوم، بیچ نمبر ونه لري مه یې استفاده کوئ.
مقبل محمدي. ۱۵-۱۱-۲۰۲۱