دا چې په افغانستان کې ډول ډول ناروغۍ ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې دي، که چېرې د دغو ناروغیو په وخت تشخیص او درملنه ونشي، نو د بدن لپاره خطرناکې پایلې درلودلای شي. د ناروغیو په وخت تشخیص او درملنه د دې امکان را منځته کوي، چې د نوموړو ناروغیو په واسطه د اړونده غړو د زیات زیانمن کېدلو څخه مخنیوی وشي او د دندو د بیا رغولو لامل شي.
که چېرې تاسو اندېښنه لرئ، چې ستاسو د بدن مختلف غړي په بېلا بېلو ناروغیو اخته دي او خپله دنده په منظم ډول نشي ترسره کولای نو غوره ده، چې چک اپ معاینات ترسره کړئ. د خوښۍ ځای دی، چې دغه آسانتیا د دېوان بیګي کلینیک لخوا ټولو هېوادوالو ته په مناسبه بیه او لوړ کیفیت برابره کړې ده.
شمېره | لومړۍ درجه چک اپ (Grade 1 Check Up) بیه ۱۵۰۰ افغانۍ | دوهمه درجه چک اپ (Grade 2 Check Up) بیه ۱۰۰۰ افغانۍ |
۱ | CBC (د وینې بشپړ معاینات) | CBC (د وینې بشپړ معاینات) |
۲ | FBS (په خالي خېټه (معده) د شکر معاینه) | FBS (په خالي خېټه (معده) د شکر معاینه) |
۳ | Cholesterol (د وینې د غوړو معاینه) | Cholesterol (د وینې د غوړو معاینه) |
۴ | Triglyceride (د وینې د غوړو معاینه) | Triglyceride (د وینې د غوړو معاینه) |
۵ | SGPT (د ځیګر د انزایمونو معاینه) کله چې د ځیګر حجرات زیانمن شي، د ځیګر د انزایمونو اندازه لوړیږي. | SGPT (د ځیګر د انزایمونو معاینه) کله چې د ځیګر حجرات زیانمن شي، د ځیګر د انزایمونو اندازه لوړیږي. |
۶ | SGOT (د ځیګر د انزایمونو معاینه) کله چې د ځیګر حجرات زیانمن شي، د ځیګر د انزایمونو اندازه لوړیږي. | Creatinine (د پښتورګو وظیفوي آزموینه) |
۷ | Creatinine (د پښتورګو وظیفوي آزموینه) | T.Bilirubin (د زېړ زېړي معاینه) د مستقیم او غیر مستقیم بېلروبین مجموعې ته ټوټل بېلروبین ویل کېږي. |
۸ | Urea (د پښتورګو وظیفوي آزموینه) | Stool Exam (د چینجیانو او پرازیتونو په خاطر د غایطه موادو معاینه) |
۹ | T.Bilirubin (د زېړ زیړي معاینه) د مستقیم او غیر مستقیم بېلروبین مجموعې ته ټوټل بېلروبین ویل کېږي. | H.Pylori Ab (په وینه کې د معدې مېکروب معاینه) |
۱۰ | Calcium (د هډوکو کلسیم معاینه) | Urine (د تشو میتیازو معاینه) |
۱۱ | Stool Exam (د چینجیانو او پرازیتونو په خاطر د غایطه موادو معاینه) | HBS Ag (د تور زېړي معاینه) |
۱۲ | H.Pylori Ag (په غایطه موادو کې د معدې مېکروب معاینه) | HCV Ab (د سپین زېړي معاینه) |
۱۳ | Urine (د تشو میتیازو معاینه) | RA Factor (د روماتیزم معاینه) |
۱۴ | HBS Ag (تور زېړي معاینه) | Blood Group (د وینې ګروپ معلومولو معاینه) |
۱۵ | HCV Ab (د سپین زېړي معاینه) | |
۱۶ | RA Factor (د روماتیزم معاینه) | |
۱۷ | Blood Group (د وینې ګروپ معلومولو معاینه) |