د خپلو سینو په خپله معاینه ؛ د سرطان سمدستي تشخیص؛ اغیزمنه درملنه _ډاډمن ژوند

د افغانستان اسلامي جمهوریت

د عامې روغتیا وزارت

د سرطان د کنټرول ملي پروګرام

د خپلو سینو په خپله معاینه ؛ د سرطان سمدستي تشخیص؛ اغیزمنه درملنه _ډاډمن ژوند
د سینې سرطان

په افغاستان کې د سرطانونو معمول ډول د سینې سرطان دی او که پر وخت یې تشخیص او درملنه ونه شي د مړینې لامل ګرځي. د نړیوال روغتیایی سازمان د راپورونو له مخې په افغانستان کې هر کال د ۲۰۰۰۰ په شاوخوا کې وګړي د سرطان په مختلفو ډولونو اخته کیږي، چې له دې جملې ۳۵۰۰ پیښې یې د سینې د سرطان دي. ورستیو څیړنو ښودلي دي، چې په افغانستان کې هر کال د ۱۵۰۰۰ په شاوخوا کې کسان د سرطان د مختلفو ډولونو له کبله مري، چې له دې جملې ۱۷۰۰ پیښې يې د سینې د سرطان له کبله دي.

د سینې د سرطان نښې

  • د سینو د څوکو کشوالی یا د ننه والی
  • د سینو د څوکو په شاوخوا کې د پوستکي د رنګ بدلون
  • د سینو له څوکو څخه د وینه لرونکو افرازاتو راوتل
  • په سینو کې د تخرګ لاندې د یوې غوټې شتون
  • د سینو د پوستکي غونجیدل
  • تخرګ لاندې غیر عادي پړسوب
  • د لمفاوي غوټو غټوالی
  • د سینو په شکل او اندازه کې غیر معمول بدلون

د سینی د سرطان د تشخیص لپاره د سینو پخپله معاینه کولو ډولونه

د خپلو سینو د معاینه کولو لپاره کولای شئ لاندې طریقې وکاروي:

۱. میاشت کې یو ځل د ځان مینځلو په مهال

خپل يو لاس د سر لاندې کیږدئ. په ځګ  ککړ لاس درې منځنۍ ګوتې په خپل تي کیږدئ او د سینو په ټولو برخو له پورته ښکته او له ښکته پورته حرکت ورکړئ. بیا خپل لاس لږ پورته کړئ او د دواړو تخرګونو لاندې ولټوئ. ښي لاس د چپ او چپ لاس د ښي لاس د ښي سینې لپاره وکاروئ.

۲. په غځیدلي شکل

د ښي سینې د پلټنې لپاره وغځیږئ او خپل ښي لاس د سر شاته یوسئ . چپ لاس د ښي سینې په پورتنۍ برخه کیږدئ او په ګوتو او ورغوي دا برخه لمس کړئ او په وړو دایروي حرکتونو یې د سینو په شاوخوا راتاو کړئ. د چپ سینې د پلټنې لپاره خپل چپ لاس د سر لاندې کیږدئ او عینې مرحلې تکرار کړئ.

۳. د یوې هندارې په مخکې

د یوې هندارې مخ ته ودریږئ. خپل لاسونه په عادي حالت ونیسئ خپلو سینو ته وګورئ. بیا نو لاسونه د سر شا ته یوسئ او کلک یې ونیسۍ او مخې خواته زور ورکړئ. د سینو باندنۍ برخې لټولو لپاره په دواړو خواو راتاو شئ، چې پوره پوره يې ووینئ. د سینو څوکې مو د وینه لرونکو افرازاتو راوتلو لپاره معاینه کړئ او دا عمل د دواړو سینو لپاره تکرار کړئ.‏

    د پورته طریقو له تر سره کولو وروسته د عادي نښو (د سینو د څوکو کشوالي یا د ننه والۍ، غوټه، د شکل او رنګ بدلون، ټپ) په شتون کې ‌‌ژر تر ژره ډاکټر ته ورشئ.

د لاندې ټکو په پام کې نیولو سره د سینې د سرطان د اخته کیدو خطر راکموي:

  • هره ورځ کم تر کمه ۳۰ دقیقې ورزش یا فزیکي فعالیت
  • د چاغوالي مخنیوی او د مناسب وزن درلودل
  • د صحي او بیلابیلو خوړو خوړل
  • د میندو لخوا ماشومانو ته د خپلو شیدو ورکول

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top