د ټول بدن او خولې د حفظ الصحې مراعاتول په حقیقت کې وقایه او له ناروغیو نه ځان ساتل دي، چې د نه مراعاتولو په صورت کې د مختلفو او خطرناکو ناروغیو لامل گرځي.
څرنگه چې د اسلام سپېڅلي دین پاکوالی د ایمان برخه گڼلې، نو داسې تحلیل کولای شو، چې د اسلام مبارک دین په پاکوالي او حفظ الصحې باندې تاکید کړی دی.
د خولې حفط الصحه مراعاتول
۱- د غاښونو بُرسول، د غاښونو تار کارول او د خولې مينځل د خولې د حفظ الصحې لپاره اړین کار دی، چې هر څوک باید په ۲۴ ساعتونو کې درې ځلي په بُرس او کریم باندې خپل غاښونه ومینځي او د غاښونو د بُرسولو تخنیک باید په سمه توگه عملي کړي.
۲- هر څوک باید په شپږو میاشتو کې د غاښو ډاکتر ته د معاینې (Checkup) لپاره مراجعه وکړي. ځینې خلک د خولې او غاښونو د روغتیا په هکله بېپروایي کوي او یا د پیسو په لگښت کې سختي کوي. مگر د منظمې معاینې د نه کولو او بېپروایۍ له وجې له دوه چنده وخت مصرفولو، د پیسو له څو چنده مصرف او له څو چنده روغتیايي تکالیفو او منظمې معاینې سره مخ کېږي.
که څوک په منظمه توگه د غاښونو د معاینې لپاره ډاکتر ته مراجعه ونهکړي، دا ډول اشخاص به له ډېرو ناروغیو سره مخ شي لکه:
-aد غاښو نوخرابوالی (Decay or Dental caries)
-bد اوریو ناروغۍ (Gum disease)
-cد خولې سرطان (Oral cancer)
-dد خولې بد بوی
او نورې سیستماتیکې ناروغۍ منځته راځي، چې د خولې د ستريپتوکاکسي (Oral streptococci) باکتریاوو سره تړاو لري.
په لومړي سر کې د خولې او غاښونو ناروغۍ د تداوي وړ وي، خو کله چې دغه ناروغۍ وخیم (Sever) پړاو ته ورسېږي، بیا نه یوازې دا چې ناروغ ته ستر مالي زیان اړوي، بلکې د غاښونو تداوي یې هم ستونزمنه کېږي.
۳- د مشروباتو څښل
هغه دوه شيان، چې غاښونه له جدي گواښ سره مخ کوي؛ فاسفوریک اسید (Phosphoric acid) او سیتریک اسید (Citric acid) دي، چې د غاښونو بېروني طبقه (Enamel) له منځه وړي. ياد مواد په پیپسي، مرندا و فانتا، ډیو او داسې نورو مشروباتو کې پیدا کېږي.
۴- د زیاتو خوږو خوړل
د زیاتو خوږو لکه بورې، قندونو، چاکلیټونو او نورو خوږو موادو له خوړلو نه ځان وساتئ. قندونه د باکتریاوو لپاره خورا ښه خواړه دي او همداراز په خوله کې د خولې PHاسیدي کوي او په اسیدي محیط کې د غاښ (Enamel) سطحي برخه، یعنې مینا په آسانۍ سره تجزیه او له منځه ځي. باید د خوږو شيانو له ډېر استعماله ډډه وشي.
د غاښونو پاک ساتل نه یوازې دا چې د انسان په ظاهري ښکلا کې اغېزمن رول لوبوي، بلکې ټولنیزو اخلاقو او آدابو ته د درناوي تر څنگ د ګڼ شمېر وژونکو ناروغیو د خپرېدو او منځته راتلو په مخنیوي کې هم مهم رول لري.
څه ډول د غاښونو له رژېدو او خرابېدو نه مخنیوی کولای شو
۱- د غاښونو د خرابېدو عوامل:
– بېلابېل الکولي مشروبات
– نشهیي توکي
– قندي مواد
– قوي درمل
– عمر
– ارثیت
– ضربه
– ځينې نور عوامل
۲- د خولې او غاښونو د حفط الصحې نه مراعاتول کومې ناخوالې رامنځته کوي؟
– د اوریو التهاب (Gingivitis)
– تنفسي ستونزې
– د خولې سرطان
– د غاښونو رژېدل ماتېدل او تويېدل
خوږ او اسید لرونکی څښاک د غاښونو د خرابېدو لامل کېږي
دا چې څنگه خوږ او اسید لرونکی څښاک د غاښونو د خرابېدو لامل کېږي، په ۳۰۰ داسې کسانو څېړنه شوې، چې د غاښونو له جدي خرابوالي سره مخ وو.
د اسید لرونکو څښاکو څښل لکه ځینې چایونه، چې د مېوو له ترکیباتو نه پکې کار اخیستل کېږي او يا هغه اوبه چې د مېوو او نورو شيانو خوند او ذایقه پکې ور زیات شوی وي، غاښونه خرابوي او سپینوالی یې لهمنځه وړي.
د مېوو اوبه (جوس) هغه ترکیبات یا مشروبات، چې په زیاته اندازه اسید یا تېزابي خواص ولري او یا هغه اوبه، چې د خوند ښه کولو لپاره ځینې مواد ور زیات شوي وي. دا ټول اسیدي یا تېزابي مواد دي، چې د غاښ لومړنۍ طبقه خرابوي.
د دغې څېړنې په پایله کې راغلي، چې په دوامداره توگه د دا ډول مشروباتو څښل، مخکې له دې چې له ستوني نه تېر شي، په خولې کې د ډېر وخت لپاره ساتل یې غاښونه خرابوي. په لندن کې د کېنگ کالج دغې څېړنې په ډاکه کړې، چې د خوړو په منځ کې د دا ډول مشروباتو څښل او د غاښونو ژر نه مینځل د غاښونو د خرابېدو لامل گرځي.
د څېړنې د ډلې مشر (سوایروس اوتول) وایي، چې: «که دغه مشروبات له پینځو دقیقو نه د ډېر وخت لپاره په خوله کې وساتل شي او يا هم په پرلهپسې او دوامداره توگه مېوه خولې ته واچول شي، نو دا هم هغه څه دي، چې غاښونو ته زیان اړوي.» هغه همداراز زیاتوي، چې «که څوک د ډوډۍ له خوړلو نه وروسته مڼه وخوري باید په هغه پسې جوخت اسیدي مواد ونه څښي.» د دغې څېړنې یوه سپارښتنه دا هم ده، چې باید په خوړو کې د هر څه تناسب سم او په یوه انډول وي.
پر دې سربېره، څېړنو موندلې، چې که څوک د ورځې دوه ځلي د خوړو په منځ کې له اوبو سره لیمو یا د مېوو خوند لرونکی چای وڅښي، د غاښونو د خرابېدو یا چینچن کېدو چانس یې یوولس ځلي زیاتېږي او که دغه اوبه له ډوډۍ سره یو ځای وڅښل شي تاوان نیم په نیمه راټیټېږي.
څه شی د خولې د بد بوی لامل کېږي؟
د خولې بدبوی یوه عامه ناروغي ده، چې په هر عمر کې هر څوک پرې اخته کېدای شي.
د نړی له څلورو کسانو نه یو کس په دې ناروغۍ باندې اخته کېږي. د خولې د بد بوی عوامل ډېر زیات دي، خو په ټوله کې د خولې له ناسمې حفظ الصحې څخه رامنځته کېږي.
د انسان په خوله کې گڼ شمېر باکتریاوې شته، چې په خوله کې د خوړو پاتې شوني تجزیه کوي او په بد بوی لرونکو گازو یې بدلوي.
ډېر عوامل شته، چې د خولې د بد بوی لامل کېږي
۱- خواړه: خواړه لومړنی فکتور دی، چې د خولې د بد بوی لامل کېږي. ځینې بوی لرونکي خواړه لکه هوگه، پیاز، مساله لرونکې خواړه، پنیر، د ماهي غوښه او تېزابي څښاک لکه قهوه د خولې بد بوی رامنځته کولای شي.
۲- د خولې حفط الصحه: کله چې یو څوک په منظمه توگه خپل غاښونه بُرس نهکړي او په تار (Floss) باندې د غاښونو تر منځ فاصلې پاکې نه کړي، نو د خوړو پاتې شوني یې په خوله کې پاتې کېږي، چې دا بیا د خولې د بکتریا په وسیله تجزیه کېږي او په بد بوی لرونکي گاز باندې یې بدلوي.
د خولې د حفط الصحې نه مراعاتول په خوله کې Plaque، یعنې د غاښونو په سطحه باندې د میکروبونو د زېړ او تور منگ لامل کېږي. کله چې غاښونه منگ ونیسي، بیا د Gumپه نوم ناروغي رامنځته کوي. وروسته بیا همدا منگ کلکېږي او بکتریا پکې ځای نیسي، چې د اوریو التهاب او د غاښونو د خرابېدو او وتلو لامل کېږي.
۳- وچه خوله: د خولې وچېدو ته Xerostomia ويل کېږي، چې دا هم د خولې د بد بوی یو عامل دی. لعاب (لاړې) په خوله کې غاښونه لامده او پاک ساتي، خو کله چې د انسان خوله په کافي اندازه ترشحات ونهکړي او لعاب ونه لري، نو خوله وچېږي، چې بیا د بد بوی لامل کېږي او د خولې د لاړو کمېدل ممکن په لعابیه غدو یا د خولې په ارتباطي نسج کې د ستونزو له امله وي.
۴- د حساسیت ضد درمل: ځینې درمل د حساسیت ضد لپاره استعمالېږي، چې د حساسیت ضد درملو خوړل هم د خولې د بد بوی یو بل عامل کېدای شي. په پوزه کې د حساسیت ضد څاڅکو اچول هم د خولې بد بوی رامنځته کولای شي.
۵- د خولې میکروبي کېدل: د خولې ځینې ناروغۍ لکه د غاښونو سوري کېدل د غاښونو منگ یا Gum disease په خوله کې زخمونه او نامنظم غاښونه هم د خولې د بد بوی د پيدا کېدو لامل کېدای شي.
۶- ځینې درمل: ځینې انټي هسټامین لکه د حساسیت ضد درمل خوړل د خولې د وچېدو لامل کېږي، چې بیا د خولې بد بوی رامنځته کوي. همدارنگه د ادرار زیاتوالي درمل لکه triamterene او د اعصابو د آرامولو درمل لکه paraldehyde خوړل هم د خولې بد بوی رامنځته کوي.
۷- خوب کول: کله چې یو انسان له خوبه راويښ شي، خوله یې وچه وي. ځکه د خوب پر مهال لعابیه غدې د خولې لعاب نه ترشح کوي او همدا لامل دی، چې د سهار یا له خوبه د راويښېدو پر مهال د سړي خوله وچه وي، چې په وچه خوله کې باکتریا ښه فعالیت کوي او بیا د خولې د بد بوی لامل کېږي.
۸- امېندواري: په مېرمنو کې د امېندوارۍ له امله هم د خولې بد بوی پيدا کېږي. باید یادونه وشي، چې پخپله امېندواري د خولې د بد بوی عامل دی، چې د امېندوارۍ له امله د زړه بدوالی او کانگې، چې د امېندوارۍ په لومړیو میاشتو کې استروجن او پروستروجن هورومونونه تغییر کوي او دي هایدریشن هم د امېندوارۍ پر مهال د خولې د بد بوی عوامل دي.
۹- ځینې نور عوامل: ځینې وخت د لوبو پر مهال د ماشومانو په پوزې او غوږونو کې د لوبو سامان، مرۍ، د غنمو دانې، جوار او داسې نور شيان ننوځي، چې دا هم په ماشونو کې د خولې بد بوی لامل کېږي. الکولي مشروبات په لوړه کچه او د ويټامینونو خوړل هم د خولې بد بوی رامنځته کوي.
هغه ناروغۍ چې د خولې د بد بوی لامل کېږي په لاندې ډول دي:
- مصنوعي غاښونه
- د ستوني میکروبي کېدل
- د هضمي سیستم ناروغۍ
- د پښتورگو ناروغۍ
- د سږو ناروغۍ
- د رحم ناروغۍ
- په خوله کې د خرابو غاښونو شتون
د خولې د بد بوی نښې نښانې
د خولې د بد بوی علایم پېژندل ډېر آسانه دي. هر کله چې له نورو سره خبرې کوئ، نو مقابل لوری مو د خولې د بد بوی له امله د ناراحتۍ احساس کوي. کېدای شي مقابل لوری نزاکتاً غږ ونه کړي، چې خوله مو بوی کوي، خو که چېرې مو پام شو، چې د خبرو پر مهال مقابل لوری درنه مخ اړوي، فاصله درنه اخلي او يا خپله پوزه بندوي، نو پوه شئ چې خوله مو بد بوی کوي.
سربېره پر دې ناخوښه او تروش بوی، د خولې خوند خرابېدل، وچه خوله او د ژبې د پاسه سپين پتری پیدا کېدل هم د خولې د بد بوی نښې گڼل کېږي.
د خولې بوی څو ډولونه لري؟ د ځینو په هکله یې دلته بحث کوو
اول ډول بوی: دا بوی هر څوک خپله حس کولای شي، چې خوله یې بوی لري. د دې ډول بوی مهم لاملونه د خوب په وخت کې خوله وازه پاتې کېدل، د لاړو نشتوالی، د خولې وچوالی، خیرن یا چټل اصلي غاښونه او د مصنوعي غاښونو نه پاکول او داسې نور.
دویم ډول بوی: دا بوی هر څوک خپله نه حس کوي، بلکې د مقابل لوري لهخوا حس کېږي، چې مهم لاملونه یې د ستوني التهابونه، د پوزې بندېدل او التهاب، د پوزې مایع، الرژي او داسې نور دي.
درېیم ډول بوی: دا بوی شکمن بوی دی، یعنې شخص ډاډه ندی، چې دا بوی د ده د خولې دی او که د مقابل لوري؟ لاملونه یې له داخلي هضمي سیستمه سرچینه اخلي او تر خولې پورې رارسېږي لکه د معدې ستونزې، خولې ته ترخې اوبه راتلل، بد هضمي، قبضیت، په زیاته اندازه د لبنیاتو استعمال او داسې نور.
څلورم ډول بوی: له سږو نه راوځي او مهم لاملونه یې د شکرې ناروغي، امېندواري، د درملو کارول، د سږو التهاب او داسې نور دي.
حللاره او درملنه
په لومړي سر کې یې باید لامل پیدا شي او بیا وروسته د لامل مطابق تداوي وشي. له ټولو هغو بد بوی رامنځته کوونکو خوړو نه ځان ساتل، هر ځل له خوړو نه وروسته او له خوبه د راويښېدو پر مهال په منظمه توگه د غاښونو بُرسول، د غاښونو د بُرسولو پر مهال د غاښونو په بُرس باندې د ژبې برسول، له ډېرو خوږو خوړو نه ډډه کول، ډېرې اوبه څښل، د غاښونو بُرسول، د غاښونو له تاره کار اخیستل، مسواک وهل، د التهابي غاښونو تداوي کول، د مصنوعي غاښونو ښه پاک ساتل، د ژاولو زدویل (هغه ژاولې چې خوږې نه وي)، نعناع خوړل، د شين او تور چای څښل، د خولې او په ژبه باندې له باکتریاوو سره مجادله کول، خوله پاکول، په بنده پوزه خوب نه کول، د خوږو موادو لږ کارول، خواړه ښه زدویل او بیا تېرول، د غاښونو د تار کارول او د سگرېټو پرېښودل.
خپلې اورۍ د اوریو له ناروغیو نه څنگه ساتلی شو؟
روغې اورۍ گلابي (pink) رنگ لري، کلکې وي، له غاښونو سره جوخت تماس لري او په آسانه نه وينې کېږي.
نور عام د اوریو د ناروغیو اعراض د اوریو سوروالی Redness، د اوریو کمېدنه، یعنې د غاښونو د ریښو په لور د اوریو حرکت او د غاښونو د ریښو لوڅېدل، د اورۍ له نارملې اندازې نه د هغې د حجم زیاتېدنه Gingival hypertrophy، د غاښونو د بُرسولو پر مهال د اوریو وينې کېدل، د خولې زخمونه یا قرحې Oral sores او د خولې دوامداره بد بوی دي. که چېرې د اوریو ناروغي تداوي نهشي، نو د غاښونو د لقېدو او غورځېدو لامل کېږي.
ځینې مهمې تگلارې، چې په مرسته یې د اوریو د ناروغیو مخنیوی کولای شو
۱- د غاښونو بُرسول (Brushing):
لږ تر لږه د ورځې دوه ځلي باید غاښونه بُرس شي او هر ځل بُرسول باید له ۲ نه تر ۳ دقیقو پورې وخت ونیسي او غاښونه باید له هر ځل ډوډۍ خوړولو نه نیم ساعت وروسته ومینځل شي.
باید د غاښونو داسې کریم انتخاب شي، چې فلوراید لرونکی وي او د بُرس سمه طریقه په کار واچول شي.
۲- د غاښونو تار کارول یا Dental floss
د غاښونو په تار باندې د غاښونو ۳۵٪ هغه برخې پاکېږي، چې د غاښونو بُرس نه ور رسېږي.
هره ورځ باید Flossingوشي، یعنې د غاښونو تر منځ په فاصلو کې نښتي خوراکي توکي او باکتریاوې پاکې کړئ.
۳- د خولې غرغړه کول Mouthwash
باید د باکټریا ضد Antibacterial mouthwash وکارول شي. د موثواش (د خولې مینځلو مایع) په مرسته د غوره تنفس احساس، د خولې تازهوالی د اوریو او خولې د قرحو جوړېدنه، چې لامل یې باکتریاوې وي د باکتریاوو د افراز کموالی ترسره کېږي.
۴- له سگرېټ څکولو smoking او نورو عملونو نه لاس اخیستل
هغه اشخاص، چې سگرېټ څکوي په لويه پیمانه د اوریو ناروغیو ته مساعد دي. په سګرېټ څکوونکو اشخاصو کې د خولې سرطان او د خولې بد بوی هم ډېر لیدل کېږي.
د سگرېټ پرېښودلو یوه غوره لاره د خولې روغتیا ده.
په لویه کچه مهم کار دا دی، چې په منظمه توگه باید په دوامداره ډول د معاینې لپاره د مهالوېش مطابق د خپلو غاښونو له ډاکترانو سره وگوري.
هغه ناروغۍ چې د خولې او غاښونو د خرابوالي لامل گرځي
۱- د غاښونو کریس Dental Caries
۲- د اوریو التهاب Gingivitis
۳- ابسه Abscess
۴- د خولې کاندیدیازس Oral candidiasis
د غاښونو کریس (د غاښونو چینجن کېدل)
د غاښونو کومه برخه، چې په سترگو لیدل کېږي، د غاښونو تاج بلل کېږي. تاج له درې طبقهيي انساجو څخه جوړ شوی، چې لومړۍ طبقه یې مینا، دویمه طبقه یې د نتین او درېیمه طبقه یې پولپ نومېږي.
د غاښونو توروالی لومړی په مینا کې څرگندېږي، چې بې له اعراضو څخه وي، یعنې غاښ درد نه لري. کله چې توروالی د غاښ دویمې طبقې يا د نتین ته ورسېږي ناروغ ته د هغو خوړو د خوراک پر وخت چې خواږه او سریښناک وي لکه چاکلیټ،ککو، توت، خرما او نور دردونه ترې پیدا کېږي.
که د کریس یا توروالي مخه ونه نیول شي، توروالی د غاښ دویمه طبقه نیسي او د غاښ په پولپ باندې تاثیر کوي. پولپ د غاښ هغه برخه ده، چې په هغه کې د اعصابو رشتې او د وينې کوچني رگونه موجود وي. د غاښ د پولپ له اغېزمن کېدو سره ناروغ ته له سړو او تودو خوړو نه وروسته شدید دردونه پیدا کېږي. د درد وصف همدا دی، چې د ورځې لهخوا غاښ د څو شېبو لپاره درد کوي او وروسته بیا د څو ساعتونو لپاره آرام وي، خو د شپې لهخوا چې کله ناروغ آرام وکړي، د وينې جریان د سر خوا ته زیاتېږي، د غاښ د وينې په رگونو باندې فشار راځي، د غاښ عصبي رشتې تحریکوي او شدید درد پیدا کوي، چې غوږ او نیم سر خوا ته هم سرایت کوي.
په داسې حالاتو کې د غاښ درد ناروغ خوب ته نه پرېږدي او دې ته یې اړ باسي چې پاڅېږي او قدم ووهي، چې په قدم وهلو سره به د ناروغ درد یو څه تسکین شي.
د غاښونو کریس اکثره وخت له یوه حساس سپین داغ سره پیلېږي، چې وروسته د یو تور سوري په بڼه د غاښ په سطحه کې پرمختگ کوي، چې له سړو او تودو خوړو سره د مستقیم تماس پر وړاندې درد کوي او غاښ تخریبولی شي، چې له اختلاطي ابسې او انتان سره مل وي او کېدای شي ناروغ دوامداره درد ولري او د اوریو له موضعي پړسوب او قیح سره یوځای وي.
وقایه
– د خولې د ښې حفظ الصحې په موخه له مسواک او د غاښونو بُرس، د غاښونو د فلوراید لرونکي کریم او نرمو بُرسونو څخه کار واخلئ. که شونې وي له ډوډۍ خوړلو وروسته یې وکاروئ.
– د امکان په صورت کې غوره ده، چې د غاښ له تاره کار واخلئ.
– ډېری مېوي او سابه وخورئ.
– د اوریو یا غاښ د درد په صورت کې لومړی ارزونه وکړئ.
– د نسوارو او تنباکو له کارولو نه ډډه وکرئ.
– له بورې، خوږو خوړو او د نورو خوږو شيانو کارول راکم کړئ.
د غاښونو له رژېدو او خرابېدو نه څه ډول مخنیوی وکړو؟
د غاښونو لپاره خورا مهمه حفظ الصحه د بُرس او کریم کارول دي. د شپې لهخوا تر ویده کېدو مخکې او سهار د سباناري له خوړلو وروسته په ښه طریقه د غاښونو بُرسول مو له ناروغيو او د غاښونو له رژېدو څخه ژغوري. د محمدي سنتو له مخې هم د اوداسه پر مهال مسواک کارول د غاښونو د سلامتیا لپاره غوره چاره ده.
– په زیاته اندازه د پاکو او صحي اوبو څښل.
– د خوړو له خوړلو وروسته په ځانگړي تار باندې له غاښونو نه د خوراکي ټوټو او پاتې شونو لرې کول.
– د زیاتو خوږو او قندي توکو له خوړلو نه ډډه کول.
– د سهار لهخوا د شيدو څښل مو غاښونه پیاوړي کوي.
– د لیمو او گرمو اوبو په محلول باندې د ورځې لهخوا دوه ځلي خپله خوله غرغړه کړئ.
که غواړئ چې قوي او روغ غاښونه ولرئ، باید دا لاندې لارښوونې په پام کې ونیسئ:
۱- د خوړو له خوړلو نه وروسته باید ۳۰ دقیقې انتظار وکړو او له دغو ۳۰ دقیقو یا نیم ساعت نه وروسته باید خپل غاښونه بُرس کړو.
د خوړو له خوړولو نه وروسته د غاښونو بُرسول د غاښونو د خرابېدو لامل کېږي. په دې حالت کې د خولې د PH کچه ټیټه، یعنې اسیدي وي، نو ځکه د غاښونو بُرسول د دې لامل کېږي، چې د بُرس د تارونو له لارې د خولې اسید د غاښو له سطحې سره وسولېږي او د غاښونو د مگلو، یعنې Abrasion لامل کېږي، چې د غاښونو په سطحو باندې ژور ټکي جوړوي، کوم چې د بکتریا او خوراکي ټوټو د نښلېدو لپاره چانس زیاتوي او د غاښونو د خرابېدو لامل کېږي.
۲- د تل لپاره خپل عادت مه جوړوئ، چې د غاښونو بُرسول له یوه معلوم ځایه شروع کړئ. څېړنو ښودلې ده، چې ډېری خلک د غاښونو بُرسول د تل لپاره له یوه معلوم ځایه پیلوي او تر بل معلوم ځایه پورې یې ختموي، چې دا سم عادت ندی.
دا ځکه چې له هغه ځایه، چې تاسې د غاښونو بُرسول پیلوئ، په دې وخت کې د غاښونو بُرسولو ته ستاسو لېوالتیا زیاته وي، مگر کله چې وروستي ځای ته نږدې کېږئ، په دې وخت کې په تاسې باندې د غاښونو بُرسول سخت او زړه تنگوونکي تمامېږي، چې د دې لامل کېږي، تر څو دغه وروستۍ سطحې په سمه توگه بُرس نهشي. نو غوره ده چې د غاښونو په هر ځل بُرسولو سره د غاښونو د بُرسولو ځای تغییر کړو.
۳- هر کله چې غاښونه بُرسوئ، د غاښونو په سطحه باندې ډېر فشار مه راوړئ.
اکثره خلک د غاښونو د بُرسولو بېلابېلې لارې په کار اچوي، خو ځینې خلک بیا د نورو په پرتله په لوړه کچه د خپل غاښونو د زیانمنولو لامل کېږي.
په بُرس باندې ډېر فشار راوړل د دې لامل کېږي، چې له غاښونو نه اورۍ شا ته لاړې شي او غاښونه له نارملې اندازې نه زیات لوڅ شي.
غاښونه باید په نرم بُرس باندې بُرس شي او د بُرسولو پر مهال باید بُرس ته دایروي حرکت ورکړو. په داسې حال کې چې د دایرې شعاع کوچنۍ وي.
ولې باید له سخت بُرس او ډېر فشار ورکولو نه ډډه وکړو؟
دا ځکه چې که موږ یو سخت شی د یوه فرنیچر په سطح باندې راکش کړو، نو د فرنیچر په سطحه باندې لیکې (کرښې) او داغونه جوړوي او فرنیچر خپله ښکلا او جلا له لاسه ورکوي.
دا کار د دې لامل کېږي، چې د غاښونو په سطحه باندې لیکې او داغونه جوړ کړي، چې د خوراکي توکو او بکتریا د رسوب او بندېدو چانس زیاتوي او په نتیجه کې د غاښونو سطحې کمزوروې او غاښونه ورسره خرابېږي.
۴- غاښونه باید لږ تر لږه د دوه دقیقو لپاره بُرس شي.
۵- د غاښونو د بُرسولو پر مهال د شاتنيو غاښونو ټولو سطحو او د ټولو غاښونو داخلي سطحو، يعنې هغه سطحې چې ژبې خوا ته قرار لري، ډېر پام وکړو.
اکثره خلک د مخکنیو غاښونو بېروني، مخکني یا خارجي سطحو ته ډېر پام کوي او ډېر یې بُرس کوي. دا ځکه چې د خبرو پر مهال د مقابل لوري لهخوا د لیدو وړ وي. مگر دې ته نه گوري، چې شاتني غاښونه لا زیاتې پاملرنې ته اړتیا لري. دا چې د یوه لوري د ژبې اطراف له شاتنیو غاښونو سره په تماس کې وي او له بلې خوا د شاتنیو غاښونو بین الاسناني (د غاښونو ترمنځ) سطحې په پراخ ډول له مجاورو سطحو سره تماس لري، نو خوراکي ټوټې او باکتریا ته پراخه موقع په لاس ورکوي، چې په دغو سطحو کې رسوب وکړي او د غاښونو د خرابوالي او نیمگړتیاوو لامل شي.
۶- د غاښونو د بُرسولو لپاره باید یو مناسب بُرس انتخاب شي. اکثره خلک د غاښونو د بُرس لپاره ډېر کوچنی او یا ډېر لوی برس انتخابوي، چې په دغو دواړو صورتونو کې بې گټې تمامېدای شي. نو ځکه د غاښونو د بُرسولو لپاره هغه بُرس ښه دی، چې نرم وي، تار ولري او د خولې د سایز په اندازه وي.
۷- هغه سابه او مېوه وخورئ، چې په طبیعي ډول د غاښونو د پاکوالي قدرت لري لکه مڼې او داسې نور.
۸- د غاښونو بُرس باید پاک وساتل شي. که څه هم د غاښونو بُرس د غاښونو له بُرسولو نه وروسته پاک معلومېږي، خو په حقیقت کې پاک نه وي. دا ځکه د غاښونو له بُرسولو نه وروسته ډېرې باکټریاوې د غاښونو د بُرس د بد بوی لامل کېږي. که چېرته د غاښونو بُرس د غاښونو له بُرسولو وروسته ومينځل شي نو غوره به وي.
۹- د غاښونو بُرس باید یوه میاشت وروسته بدل شي.
۱۰- له هر ځل ډوډۍ خوړلو وروسته د غاښونو تار یا ډینټل فلس وکارول شي.
۱۱- هر کله چې غاښونه بُرسوو، باید د ژبې پورتنۍ سطحه هم ورسره بُرس کړو.
د ژبې په پورتنۍ سطحه باندې د خوړو ټوټې او باکتریاوې نښلي، چې د ویده کېدو پر مهال دغه بکتریا د غاښونو سطحې ته خورېږي او ټوله خوله په میکروبونو باندې ککړېږي، چې د خولې د بد بوی او د غاښونو د خرابوالي لامل کېږي.
ډاکتر ننګیالی شهزاده
د دیوان بیګي کلینیک د غاښونو معالج ډاکتر
که کومه پوښتنه لرئ او یا هم غواړئ چې د خپلو غاښونو درملنه وکړئ، موږ هر یو ننګیالی شهزاده او انیسه عظیمي د خولې او غاښونو معالج ډاکتران ستاسې په خدمت کې یو.